آیا فکر کوي، چې روشن فکره یاست؟

ليکنه: مسعود پښتون

ایا فکر کوي،  چې تاسو روشن فکره یاست او یا کوشش کوي، چې روشن فکره واوسي؟ نو ددې په خاطر باید خپل ځان وازمایي او لاندې پوښتنو ته واقعي جواب ووایاست نه دروغ .

آیا تر اوسه مو د خپلې کور ودانې، ملګري او یا شریک کمپېوټر د هغه سره د اړېکو په خاطر پلټلی.

آیا تر اوسه مو کوم اداکار یا ارایشګر تر پوښتنو لاندې راوستئ او یا مو په خپل ذهن کې د نوموړي په اړه منفي پریکړه او قضاوت کړی؟

آیا تر اوسه مو په یو چا تور لګولای، چې د حقیقت په اړه یې مطمئن نه وي؟

آیا له خپلو دوستانو او یا مینې سره مو د اړېکو له پرېکون وروسته د هغوی د اړیکو په اړه چاته څه ویلي دي؟

آیا کله مو نرښځېان رټلي او یا مو له هغو سره اړېکې ټېنګې کړې دي؟

آیا کله مو د خپل شعر او یا د حالاتو د بیانولو لپاره د نه کلمه کارولې؟

آیا کله مو د خپلې مینې، معشوقې او دوستانو د ازادۍ مخنېوی کړی؟

آیا خپله غصه او ملکیت طبیعي بولي او یا کله مو خپلې خوشحالي د خپلې مینې، معشوقې او ملګرو له علاقې لوړې ګڼلې ؟

آیا په ټولنېزو شبکو کې (فېسبوک ) کې جعلي اکاوټ لري او کله مو د بل د ځورولو لپاره کارولی؟

آیا کله مو په سګرټ او کافي د پېسو له لګښت وړاندې د کتاب اخېستو په اړه فکر کړی ؟

آیا کله مو فکر کړي، چې درې زره افغاني د (Valentine) یا د عاشقانو د ورځې د لمانځلو لپاره کمې او د تېاتر د لېدو لپاره زیاتې دي؟

آیا فکر کوي، چې ستاسو دین او مذهب یو پوره دین او مذهب دي، بغېر له دې، چې تاسو د نورو خلکو  عقېده او فکر  مطالعه کړی وي؟

آیا کله مو، چې د کورودانې، مینې او معشوقې موبایل مصروف وي، د هغو سره مو د اړېکو ټېنګولو لپاره صبر کړی او که له هغو څخه موبایل اخیستی او آیا ستاسو اولنی سوال به له هغې څخه دا وي،  چې له چا سره غږېدې؟

آیا د یو چا د تخریبولو لپاره مو له جنسي، قومي، ژبني، سمتي او علمي هڅو ګټه پورته کړې؟

آیا کله مو د یو چا راز خپل درېم ملګري ته ویلای دی؟

آیا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره حاضر یاست دروغ ووایي؟

آیا تر اوسه مو کوم حیوان ته تاوان رسولای؟

آیا په ملمستېا او یا د دوستانو په منځ کې مو، خپل دوست مخامخ او یا د هغه په نه شتون کې مسخره کړی؟

آیا کله مو له یو چا سره بحث کړی او هغه ته مو قناعت بښوونکی جواب ورکړی، چې هغه نه وي درسره منلی. کله داسې هم شوي، چې تاسو د هغه د قانع کولو لپاره په خپل دلیل ټېنګار کړی وي.

آیا د نورو د نظرونو په لېدو سره مو خپل ځان ته فکر کړی، آیا کله داسې شوي، چې د یوې موضوع په اړه مو خپل نظر نه وي شریک کړی او یوازې خوښ شوی مو وي؟

آیا په کوم ځای کې مو، چې غلطي کړې، د خپلې علطي د منلو لپاره مو په ډاډه زړه چېغه پورته کړې؟

آیا کله مو شعر او یا یو نظر د بل له وال څخه کافي کړی، چې د پوست کولو په وخت کې مو د هغه د نوم یادونه نه وي کړې؟

آیا کله مو انسانان په دوو سپنو او تورو ډلو ویشلي او نېوکه کوي، چې دا یو بد او اخلاقي عمل دی؟

آیا کله داسې شوي، چې د ځېنو کسانو د ډارولو، تاوتریخوالي او یا ځورولو په خاطر مو له چاقو، توپک، تومانچې او یا نورو وسیلو څخه کار اخېستی وي؟

آیا په دښتو، غرونو او سېندونو کې خځلې غورځوي، ایا په ازاده هوا کې لاړې توکوي، آیا ترافیکي سره اشاره قطع کوي، آیا د وطن د دښمنانو او یا د یو جنایت په اړه پولېسو ته خبر ورکوي؟

که چېرته پورتنېو پوښتنو  او دې ته ورته نورو پښتنو ته ستاسو جواب هو وي، نو  تاسو د روشن فکري په لومړېو پوړېو کې یاست او د روشن فکري لوړې پوړې ته د رسېدو لپاره باید ډېرې هڅې وکړي. ولې مه په تشویش کېږي،  ځکه پخوا د ې پوښتنو ته د ډېرو روشن فکرو  جواب هو وي، دوي هم په دې لاره کې ډېرې هلې ځلې کړې، چې بالاخره د روشن فکري لوړې پوړې ته رسېدلي دي.

اوس که تاسو غواړي د خپلې ټولنې په شمول نړۍ ته بدلون ورکړي، نو اولنی قدم په ژوند کې ځېنو شخصي عادتونو ته بدلون ورکول دي. د فوکو په قول د نظام او ټولنې بدلون له لاندې نه پورته ده،  نو موږ باید په خپل ژوند کې بدلون له پخلنځي او د وېده کېدو له کوټې شروع کړو.

له نن نه باید له ځان سره د بدلون پرېکړه وکړو او بېا چې کله دا ډول پوښتنې وینو،  نو ټولو پوښتنو ته مو جواب باید نه وي. دا کار سخت او دروند دی، ولې د لومړي کلک قدم په اېښودو سره  کولای شو، دې هدف ته ځان ورسوو او د ځان په شمول په ټولنه او نړۍ کې بدلون راوستو ته لاره هواره کړو.