پنجشنبه , 25 اپریل 2024

آیا پوهېږئ چې په وینه کې د وینې د لوړو او مضرو کلسټرولو نخښې نښانې کومې دي او څنګه یې مخه نیولی شو؟

ژباړن: نورمحمد نوري

د طبي څېړونکو ورستیو معلوماتو له مخې که چېرې یو له لاندې نخښو نښانو سره مخ یاست؛ نو ستاسو د وینې مضر کلسټرول لوړ شوي دي.

۱: د سترګو په شاوخوا پوستکي باندې د ژیړو نخښو پیدا کېدل.

۲: د سترګو په سپینو کې خړوالی رامنځته کېدل.

۳: د پښو او لاسونو سوځېدل.

۴: په غاړه او څټ کې دردونه رامنځته کېدل.

۵: د زړه د ضربانو زیاتېدل.

د پورته نښو په درلودلو سره باید لومړی ډاکټر ته مراجعه وکړئ، تر څو د وینو د کلسټرول کچه مو معلومه شي.

ډاکټر ته ورتګ ځکه اړین دی، چې د لوړو کلسټرولو په درلودلو سره تاسو د زړه له حملې سره مخ کېږئ او مخکې له دې چې له دغې ګواښوونکې ناروغۍ سره مخ شئ؛ نو باید مخه یې ونیول شي.

یادونه: که چېرې څوک له پورته نخښو نښانو سره مخ وي؛ نو کولی شي په انځور کې له ذکر شویو خوړو او یا هم د براکولي چې ډېری خلک یې د شین ګلپي په نامه یادوي، ګټه واخلي.