اتلس هغه ضروري ټکي چې مغزو پورې اړه لري

 

څومره خپل مغز پیژني او دهغه دعمل کولو سره اشنایي لري؟

زه غواړم دلته هغه ۱۸ ټکو ته اشاره وکړم ، چې زموږ په ژوند کې ډیر زیات حیاتي رول لري او هغه باید له هر څه نه ښه وپیژنو، چې له موږ سره ډیر زیات په هره برخه کې مرسته کوي.

۱- ویل کیږي چې په مغزو کې د اکسیجن انتقال نسبت مغزو ته ډیره زیات ګټه رسوي او په نتیجه کې یخني او ويښوالی منځ ته راوړي یعني خوب له منځه وړي.

۲- زموږ په مغزو کې تقریبا د ۱۰۰ په شاوخوا کې نورونه چې خاص ګنډ یا پیوند یې عصبې سیستمونو ته ورکړي دی تشکیل شوي دي.

۳ـ په سلو کې تقریبا ۷۵ پنځه اویا فیصده زموږ مغز اوبه تشکیلوي.

۴- د ماشومانو د مغزو جوړښت مخکې له ۵ کلني څخه دوه ژبې ښه زده کولی شي او دماشومانو د مغزو جوړښت یو له بل سره ټول توپير لري.

هغه مطالعه چې د نیویارک پوهنتون پر محصیلینو وشوه داسی نښه وښودله:

۵- مصنعوي مغز نه مصرفیږي،خو دعمل په ډګر کې ډیر زیات ښه والی لري.

۶- ستاسې مغز د ویښدو په وخت کې له ۱۰نه تر ۲۰ واټه انرژي تولیدولی شي چې په یوازې توب سره کولی شي یو ګروپ ولګوي او هغه روښانه کړي.

۷-پوهان او عالمان وایي: عکس العمل دمغزو نسبت درد په نارینو او ښځینو کې سره فرق لري، په همدې سبب هغوۍ دردونه په جلا جلا سره درک او محسوسوي.

 

۸- یوه برخه د مغزو په هغه اندازه یا حدود ۱۰۰۰۰۰ نورون لري چې په یو ۱ میلیارد نقطو (ټکو) کې سره اړیکې ساتي.

۹- د ژوند په اولو لسو ۱۰ مرحلو کې دماشومانو په مغزو کې تریلیون دتماس نقطي تشکیلوي.

۱۰- دانسان په وجود کې تر ټولو زیات دمغزو غوړي دي چې، تقریبا په سلو کې ۶۰ فیصده لري، په سلو کې چې کوم اوکسیجن وجود لري په بدن کې ۲۰فصیده یی دمغزو په واسطه مصرفیږي.

۱۲ – هر یو نورون د ۴۰۰۰۰ نقطو په واسطه له نورو نورونونو سره په اړیکه کې کیږي، که چیري د دغه نورونون شمیر (۱۰۰میلیارد) چې په ۴۰۰۰۰ کې ضرب کړو وګورو چې ددغه نقطو شمیره به دستورو نه هم چې په کایناتو کې وجود لري زیاتوي.

۱۳ – د موسیقۍ تمرین کول دماشومانو او لویانو مغزو ته تقویت او وړتیا ورکوي.

۱۴ – د اطلاعاتو او معلوماتو زر انتقال مغزو ته تقریبا ۲۶۸ میله په ساعت کې وهې.

۱۵ – مغز هر قسم دردونه برداشت کولای شي، او دهمدي دلیل له امله هیڅ کله هم په مغزو کې د درد احساس نه کوو.

۱۶ – دمغزو وده کول په ۱۸ کلنۍ کې خپل حد ته رسیږي.

۱۷ – استرس زیاته اندازه سلونونه، جوړښت عملي بڼه مغز دخپل تحت تاثیر لاندې راولي.

۱۸- که څه هم مغز یوازې ۲ په سلو کې زموږ دبدن وزن تشکیلوي خو بیا هم ۲۰نه تر ۳۰ په سلو کې کالري دبدن تر لاسه شوې دمغزو په واسطه مصرف ته رسیږي.

لیکنه : ډاکترنویدخپلواک