سه شنبه , 23 اپریل 2024

اجرائیه رئیس او د امریکا سفیر په یو لړ مسائلو خبرې کړې

له اجرایه ریاست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، د ملي یو والي حکومت اجرایه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په سفیدار ماڼۍ کې د امریکا متحده ایالتونو له سفیر جان بس سره لیدلي دي.

په دې ناسته کې دواړو لوریو افغانستان ته د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلیزاد وروستي سفر، سولې مذاکراتو کې د شویو پرمختګونو، راتلونکیو ولسمشریزو ټاکنو لپاره په چمتووالي او افغانستان کې د وروستیو سیاسي- امنیتي تحولاتو په اړه خبرې وکړې.