احساس څه ته وایې او پېژندنې ته یې اړتیا څه ده؟

لیکوال: سمون تصمیم – ارواپوه

په ارواپوهنه کې احساس یا (emotion) هغه پېچلي حالت ته وایې چې فزیکی یا رواني بدلون سره رامنځته کیږي او د شخص په فکر او برخورد تاثير اچوي. احساسات د ډېرو نورو رواني پدیدو سره تړلي دي لکه: مزاج، شخصیت، خوی، انګیزې او داسې نور. د ارواپوهنې د محقق او لیکوال ډیویډ مایر په قول ”انساني احساسات د فزیولوژیکو هڅونو، څرګندو برخوردونو او شعوري تجاربو یوه مجموعه ده.“

احساس د یو حالت، یوې تجربې یا یوې خاطرې  وروسته رامنځته کیدای شي. احساس مونږ سره مرسته کوي ترڅو په هغه څه چې را پېښېږي وپوهېږو خپل او عکس العمل ښکاره کړوږ دا عکس العمل کیدای شي ښه یا بد وي. اکثراً اشخاص کولای شي چې د خپلو احساساتو د بیان لپاره مناسب عکس العمل ښکاره کړي خو ځیني اشخاص د شدیدو روحی صدمو وروسته د خپلو احساساتو د درک او پوهاوي توان نه لري. د همدې ناتوانۍ له کبله نه شي کولای مناسب عکس العمل ښکاره کړي او د مختلفو روحي ستونزو سره مخ کېږي.

احساس د انسانانو د بقا لپاره یو اړینه پدیده ده. مثبت احساس شخص ته  خوښي ورکوي او دې ته یې تشویق کوي ترڅو هغه څه چې مثبت احساس یې ورته پیدا کړی بیا تکرار کړي، په عین حال کې منفي احساس شخص د خطراتو څخه باخبره ساتي ترڅو په ښه ډول یې مقابلې ته آماده اوسي.

د اروا پوهنې علم سربيره پر متفاوتو لیدلورو احساسات په دوو برخو ویشي. ۱) لمړني یا اساسي احساسات؛ ۲) دوهمه لړۍ  یا تعقیبي احساسات.

تصور وکړئ چې یوڅه در پېښ شو، تاسې ته ناڅاپه یو احساس پیدا شو. دا احساس قوي دی، او د هغه څه په مقابل کې چې در پېښ شوي ستاسې لمړنی عکس العمل دی. دا یو اساسي یا لمړنی احساس دی. لمړني احساسات ستاسې د بدن لمړنی عکس العمل دی او چون ډېر قوي وي په ډېره آسانتیا سره یې تشخیص کولای شئ. دا ډول احساسات څلور دي: ۱) ویره؛ ۲) خوښي؛ ۳) خفګان؛ ۴) قهر.

دوهمه لړۍ احساسات چې کیدای شي تعقیبي احساسات هم ورته وویل شي تر لمړنیو احساساتو پېچلي دي ځکه دا اکثراً د لمړنیو احساساتو په اړه ستاسي تعقیبي احساس ښکاره کوي. دا ډله احساسات مونږ د وړکتوب نه د خپلو والدینو او نورو هغه مشرانو څخه چې زمونږ د شخصیت په تشکیل کې ډیر رول لوبوي (لکه مشر ورو، مشره خور، کاکا، ماما او داسې نور چې رول یې ډیر وي) زده کوو. د بېلګې په توګه کیدای شي د قهر وروسته د شرمندګۍ احساس را پیدا شي، یا د خوښۍ وروسته د راحتۍ او یا د غرور دوهمه لړۍ احساس را پیدا شي. دا احساسات په ماشومتوب کې د مشرانو عکس العمل ته د توجه وروسته زده کیږي او په بلوغ کې غیر شعوري او عادتي شکل خپلوي. مثلاً کله چې ماشوم په ژړا شي، نو مور او پلار یې د آرامولو لپاره څنګ ته ورځي. ماشوم دا زده کوي چې د ژړا په واسطه کولای شي د نورو توجه جلب او د آرامښت د احساس پیدا کولو زمینه مساعده کړي.

د احساساتو د تعریف وروسته مهمه پوښتنه دا ده چې: آیا د خپلو احساساتو باخبره یو که نه؟ او دا خبرتیا څه ارزښت لري؟

احساساتي پوهاوی، یا د احساساتو خبرتیا هغه وړتیا ته وایې چې شخص وکولای شي نه یواځې د خپلو احساساتو (لمړنیو او تعقیبي) څخه با خبره اوسي، بلکه د نورو د احساساتو هم خبرتیا ولري. د دې وړتیا په لرلو سره شخص کولای شي د خپلو او نورو د احساساتو د پوهاوي په وسیله د ژوند ستونزې په لا ډیره موثره توګه حل کړي.

کله چې د خپلو احساساتو با خبره یو، کولای شو د مناسبو لارو په واسطه ورته د انډول د برابرولو زمینه مساعده کړو. د بیلګې په توګه که د احساساتي پوهاوي لرونکي شخص ته د خفګان احساس پیدا شي، کولای شي چې د خفګان د احساس منشه پیدا کړي او د رفع کولو لپاره یې لازم تصامیم ونیسي. په عین حال کې احساساتي پوهاوی شخص ته دا توان ورکوي چې د خپلو احساساتو څخه مخکې د وقوع باخبره اوسي. د بیلګې په توګه شخص پوهیږي چې کوم شیان یې د قهر احساس را پارولای شي، د همدې په رڼا کې مناسب تصامیم نيسي ترڅو دا منفي احساس رامنځته نه شي.

د احساساتو څخه ناخبري کیدای شي نورو رواني ستونزو ته هم لاره هواره کړي. مثلاً په تدریجي ډول بې حسي پیدا کیدل، یا دومره قوي احساسات لرل چې د حس کولو څخه د تېښتې لامل وګرځي. چې دا په خپل ذات کې شخص مختلفو رواني ستونزو لکه ژور خفګان، اظطراب او داسې نورو سره مخ کولای شي.

د لېن او شوارتز په نوم دوو محققینو د احساساتي پوهاوي لرونکی پنځه ډلې په لاندې ډول بیان کړي.

۱- فزیکي (بدني) پوهاوی لرونکي: په دې ډله کې هغه اشخاص راځي چې د خپلو احساساتو د فزیکي (بدني) عواقبو څخه خبرتیا لري. دا ډله کسان پوهیږي چې د ځينو احساساتو سره یې د زړه زربان لوړیږي، د بدن حرارات کې یې تغییر راځي، معده کې د رنځ احساس پیدا کوي او داسې نور. د بیلګې په توګه:”په خیټه کې مې رنځ شان دی. په دلیل یې نه پوهیږم. نه پوهیږم چې نور خلک به څه ډول احساس ولري. “

۲- د عکس العمل په اړه پوهاوی لرونکي: دا ډله اشخاص دومره پوهاوی لري چې احساس ښه دی که بد او کولای شي د ښه یا بد عکس العمل ښودلو په اړه تصمیم ونيسي. د بیلګې په ډول:”داسې احساس کوم چې نور باید د دې ځایه ولاړ شم. بد احساس لرم. کیدای شي نور ښه احساس ولري. “

۳- په یو احساس پوهیدونکي: دا ډله اشخاص په یو وخت کې یو احساس په اړه پوهاوی لرلای شي، په یو وخت کې یا خوښ وي، یا خفه، یا په قهر وي، یا ویره لري او داسې نور. د بېلګې په توګه:”زه بریالی نه شوم خو د خپل دوست د بریا په اړه ښه احساس کوم نو…. اغلباً خوښ یم!!! “

۴- د احساس ترکیبي پوهه لرونکي: دا ډله اشخاص د خپلو احساساتو د قوت د مختلفو درجو، او په یو وخت کې د مختلفو احساساتو څخه خبرتیا لري، خو د نورو د احساس په اړه پوهاوي نه لري. د بېلګې په توګه:”د دوست د بریا د پاره خوښ یم، خو زه بریالی نه شوم. د خوښۍ احساس نه کوم. یوڅه خفه یم. دوست به مې خوښ وي؟“

۵- د ترکیبی احساساتو ترکیبی پوهه لرونکي: دا ډله اشخاص نه یواځې چې د خپلو احساساتو د مختلفو ترکیبونو او درجو څخه با خبره دي، په عین حال کې د نورو د احساساتو د مختلفو ترکیبونو او درجو څخه هم خبرتیا لري. د بېلګې په توګه:”هم د خوښې احساس لرم، او هم یوڅه نهیلی شوی یم. داسې یم لکه د پوکڼۍ نه چې لږ هوا وباسې. خو که بل څوک مخکې کیده، خوښ یم چې دوست مې مخکې شو. داسې فکر کوم چې دوست به مې خوښ وي او د افتخار احساس به لري. لږ خو به خفه وي ځکه هغه هم دوهم شو، لمړی نه شو. “

که تاسې هم د خپلو احساساتو څخه تر ډیره بریده با خبره نه یاست، یا داسې فکر کوئ چې احساس نه لرئ او یا هم ځان درته د خپلو احساساتو څخه لري برېښي، کولای شئ د احساساتو د پوهاوي په لوړولو سره د ځان سره مرسته وکړئ. کیدای شي چې هغه څه چې په تاسې تېریږي د کاغذ پرمخ راوړئ. مختلف ابعاد یې د لیکلو په لړ کې وپلټئ. په تېر کې د احساساتو په مقابل کې خپل عکس العملونه بیا وڅېړئ او د لاښه والي په اړه یې فکر وکړئ. د نورو د احساساتو د درک په اړه فکر وکړئ. په ډیره آرامه او دوستانه فضا کې د نورو د احساساتو پوښتنه وکړئ او خپل احساسات د نورو سره شریک کړئ. البته په پورتنیو کړنو کې تل دې ته متوجه اوسئ چې فزیکي او رواني مسؤنیت مو په خطر کې نه وي. د هغه چا سره احساسات وپلټئ چې متقابل احترام ته ارزښت ورکړي.

داسې هم کیدای شي چې د احساساتو څخه د ناخبرۍ لامل مو په ماضي کې، حتی د ماشومتوب رواني صدمو کې منشه ولري. په دې صورت کې به د مسلکي ارواپوهانو څخه چې په دې برخه کې علمي زده کړې او عملی تجربه لري مرسته غوښتنه یو ډېر ارزښتناک تصمیم وي.

که د احساساتو په اړه پوښتنه درته پیدا شوې وي کولای شئ مونږ ته ایمیل واستوئ ترڅو د امکان تر حده یې د ځواب کوښښ وکړو.