احسان اچول او زهيرول د صدقې ثوابونه له منځه وړي

لیکنه : ابو المنظور «عطشان»

احسان اچول او د سوالګرو زهيرول د الله جل جلاله په لار کي د خيرات کولو ثوابونه له منځه وړي.

نو مسلمانه وروره! کله چي ته نفقه واجبه يا صدقه نفليه مندوبه ورکوې، نو پر هغو کسانو احسان مه اچوه چي نفقه ورکوې، هغه که ستا د کور مېرمن او اولادونه دي، ځکه هغوی ته نفقه ورکول پر تا واجب ده، نو داسي مه ورته وايه چي زه تاسي ته نفقه درکوم، د نفقې په درکولو ستړی يم او تاسي د هغه فکر نه کوی او تاسي د دې وړتيا نه لری چي رزق ترلاسه کړی… او دې ته ورته نوري غرضي خبري به نه ورته کوې. ځکه دا هم د احسان اچولو يو ډول دی. همدا ډول هغوی به په کارونو او ويناګانو نه زهيروې، ځکه دا هم د مقدس شريعت له لوري منعه سوي دي.

همدا ډول که چېري يو چا ته صدقه او خيرات ورکوې، نو له هغه دوو شيانو څخه وبېرېږه چي د همدې صدقې ثوابونه له منځه وړي، چي هغه يو احسان اچول دي او بل يې زهيرول دي. مسلمان به د خپلي صدقې په بدل کي له الله جل جلاله څخه د ثوابونو غوښتونکی وي، که څه هم د صدقې اخيستونکي له لوري ورته کوم زيان يا ضرر ورسېږي، نو معاف دي يې کړي او له هغوی څخه به د ځان ستايني او شکريې ويولو غوښتنه نه کوي، ځکه چي الله جل جلاله فرمايي:

{إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لَا نُرِيدُ مِنْكُمْ جَزَاءً وَلَا شُكُورًا} {الانسان: 9}.

ژباړه: ريشتيا دا دي چي موږ تاسي ته د الله جل جلاله لپاره خواړه درکوو، ستاسي څخه د بدلې او شکر ويلو غوښتنه نه لرو.

اوس نو هغه صدقه او نفقه چي دوه شيان ورسره ملګري وي: اول شی چي د نفقې او صدقې ثواب له منځه وړي، د صدقې ورکولو څښتن چي په څنګ کي احسان اچول او زهيرېدل ورسره کوي، له الله جل جلاله څخه هيڅ ثواب نه سي ترلاسه کولای او دويم دا چي هغه ته د قيامت په ورځ عذاب ورکول کېږي؛ لکه څنګه چي په يوه مقدس حديث کي راځي:

[عَنْ أَبِى ذَرٍّ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: ثَلاَثَةٌ لاَ يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلاَ يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ وَلاَ يُزَكِّيهِمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ. قَالَ فَقَرَأَهَا رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- ثَلاَثَ مِرَارٍ. قَالَ أَبُو ذَرٍّ خَابُوا وَخَسِرُوا مَنْ هُمْ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: الْمُسْبِلُ وَالْمَنَّانُ وَالْمُنَفِّقُ سِلْعَتَهُ بِالْحَلِفِ الْكَاذِبِ]- [صحيح المسلم: ۱ ج / ۷۱ ص].

ژباړه: له حضرت ابو ذر رضي الله عنه څخه روايت دی چي پېغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د قيامت په ورځ به الله جل جلاله له درو کسانو سره خبري ونه کړي، نه به هغوی ته په د رحمت په نظر وګوري، نه به يې تزکيه وکړي او د هغوی لپاره دردناک عذاب دی. ابوذر رضي الله عنه وايي چي پېغمبر صلی الله عليه وسلم دا خبره درې ځله تکرار کړه. نو ما ورته وويل چي هغوی خو شرمينده او زيانمن سول، دا څوک دي اې د الله رسوله؟! هغه صلی اله عليه وسلم وفرمايل چي يو هغه چي پايڅې يې تر بجلکو کښته وي، دويم هغه احسان اچوونکی چي يو چا ته يو شی ورکړي او بيا احسان ورباندي اچوي او درېيم هغه چي خپل د خرڅلاؤ شی په درواغجن قسم سره رواجوي.

نو مسلمانه وروره! له دغه دوو زيانونو څخه، چي يو يې احسان اچول دي او بل يې زهيرېدل دي، ځان وساته.