ادبي غلا

ادبي غلا د فرهنګي جنايت په دايره کي يو ډول حسابېږي. د هغي غلا په څېر چي مال پکښي لوټل کېږي.

د مالونو غل رزق غلا کوي، قلمي يا ادبي غل افکار ګونډه کوي. په ځينو ټولنو کي ادبي غلا ته ان همداسي مجازات ټاکل سوي لکه پر دا نوره غلا چي څه ډول جريمه راتلای سي. فرهنګي يا ادبي غلا د مولف او خپرندويه ټولنو پر حقوقو تېری دی، په پرمختللو ټولنو کي د کتاب بې‌اجازې تصوير هم سرقت ګڼل کېدای شي.

په معجم الوسيط کي د غلا (السرق) معنا دا ده؛ (د بل له کلامه اخيستنه، د بل له الفاظو يا معنا ګټه او يا په دې دواړو کي له يوه اخذ.)

د سرقت يا فرهنګي لوټمارۍ په برخه کي ان داسي کسان هم پيدا کېږي چي مطبوعو، ليکونکيو يا په نامه د قلم خاوندانو ته يو څو پيسې ونيسي او په نامه يې يو کتاب يا رساله وپړسوي، دی پخپله هم خبر نه وي چې په منځ کي يې څه دي؟

عربو نقادانو د لفظ او معنی په لحاظ ادبي غلا په درو برخو وېشلې؛

۱. د الفاظو غلا

۲. د معنی غلا

۳. د دواړو غلا

د ادبي غلا تاريخچه اوږده مخينه لري. په عربو کي يو مهال شاعرانو د نورو کلمات او معاني تعقيبول او بيا به يې په شنه زور په خپل ادرس وړاندي کول، خو وروسته وروسته دغه کار لوی عار وګڼل سو.

د (اعشی) يو بيت يې په اړه ډېر مشهور هم دی.

د ادبي سرقت سر ان تر لرغوني روم او يونانه رسېږي، مثلاً (هوراس، رومي شاعر)پخپله اعتراف کوي چې د (ارکيلوکس) او (اليکوس) په تقليد سر دی.

ارسطو ته هم اشاره کېدای سي چي ځان ته يې د پخوانيو شاعرانو د نقل لاره استخدام کړې وه.

ځينې ليکوال چې کله ادبي غلاوي توجيه کوي د افکارو او خيالاتو توارد يې ګڼي، ابراهيم عبدالقادر المازني په ۱۹۲۰م کې له روسي ژبې د (ابن طبيعة) په نامه يو ناول وژباړه، په ۱۹۳۰ کي يې د (ابراهيم الکاتب) په نامه يوه کيسه خپره سوه چي پنځه شپږ پاڼي کټ مټ د هماغه روسي ناول توري، ټکي او جملې وې، بيا يې وليکل چي (روسي ناول زما په اروا کي ډېر ژور اغېز پرېيښی دی، اوس مي قلم هماغسي ګرځېدلی، خو دا نو د ځان مال ګڼم.)

ډېري ادبي غلاوي خورا ساده وي چي لفظ او معنا يې له ورايه برېښي، مګر داسي پېچلي غلاوي سته چي کابو هيڅ نخښه يې نه څرګندېږي.

دغه ډول ادبي غله په مهارت پرديو جواهرو ته د خپلو عباراتو پوښونه سکڼي او په خپل رنګ کي يې پټوي.

د انټرنيټ او الکټرونيکي وسايلو په پراخېدو نن سبا فکري او فرهنګي سرقت په پوره زور خپور سوی، د فکري مالکيت د حق او حمايت څېره پټه ښکاري.

د فيسبوک په اړه خو ويل کېږي چي (هر غل يې پردی مال لکه د پلار ميراث داسي ګڼي.)

که پر يوه ادبي متن د غلا شک وسي، نور يې نو ادبي وزن سپک تلل کېږي.

د يوې لنډي عربي مقالې څخه دنقیب احمد عزیزي ژباړه