پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ادبیات د اسلام له نظره

ژباړه: صفیه وردګ

د ادب کلیمه بېلابېلې ماناوې او تعبیرونه لري. ځینو تهذیب ګڼلی ،ځینو د خلکو پوهه او تجربې او کله هم د ځیرکتیا، فضیلت، خیر، ښېګڼې او د انسانانو د ژبې او عمل د نېک چلند په مانا راغلی دی.

حضرت محمد ص د ادب په اړه فرمایلي: هماغه پاک قرآن د ځمکې پر مخ د خدای ج ادبځای دی. له هغه يې زده کړئ.

په بل ځای وایي: پاک خدای ماته ادب را وښود؛ ښوونې سپېڅلی کړم.

علم او ادب هغې پوهې ته ویل کېږي چې پر هغه باندې د برلاسۍ څخه وروسته انسان کولای شي په سمه توګه شعر او ښکلی نثر ولیکي.سمه ناسمه، ښه او بده خبره بېله کړای شي.

د ادبیاتو مرکب ویی هغې پوهې ته ویل کېږي چې پر ادب پورې تل تړلی دی ،لرغونپوهانو دا پوهه صرف، نحوه ،ویی پوهنه، بدیع، بیان، معاني، ریښه پوهنه ،عروض او قافیه ادبیات ګڼلي.همدارنګه هغه څه چې د ادبي مسایلو او نورو علومو په اړه بحث وکړي هم ادبیات ګڼل شوي دي.

ادبیات په عامه توګه د انسانانو ګډې پوهې ته ویل کېږي او په ځانګړي ډول ادب یا  ادبیات هغه کړنې دي چې د انسانانو افکار، انګېرنې او تجربې د هنر په ژبه بیان کړي.د ادب کلیمې د انساني تاریخ په اوږدو کې اوږد مزل کړی دی او ډېرې لوړې ژورې يې لیدلې او تجربه کړې دي، تر څو دې ځای ته ورسېږي.

اوسمهال چې د “ادب ” کلیمه واورو ناڅاپه مو د” شعر او نثر” یا ادبي نثر لور ته بیایي.

لرغوني ادبپوهان د ادب د کلمې لپاره دوه ټکي ډېر اړین ګڼي ایډیالوژي او فني قالب یا محتوا او هنري بڼه.ځینو لیکوالو اسلامي ادب د ژوند مانا په هنري بڼه او د انسانانو نړۍ لید د اسلامي چوکاټ په سکښت کې ګڼلی دی.

د ادبیاتو یو ګام د اسلام په رڼا کې:

کله چې د اسلام لمر را وخوت، د عربو ادبیات ډېر پر مخ تللي وو.شعر په عربو باندې دومره اغېز درلود چې ان پر روح و روان تګ راتګ او د ژوند پر کړو وړو کې يې نخښې لیدل کېدلې.نو خدای تعالی د قرآن په واسطه له دوی وغوښتل چې د قرآن د آیتونو په ډول هم یو څه ولیکئ، خو ويې نشوای کړای.

د عربو ادیبانو ښې ویناوې او کړنې که له یوې خوا د پیغمبر ص پر پیغمبرۍ باور و ،خو له بل لوري د دوی ښې او برلاسې ویناوې او لوړ ادبیات څرګندول.له دې به بل څه غوره نه وو چې پاک قرآن د بنسټيز فصاحت بلاغت او ادبیاتو تر ټولو وړ  وسیله وګڼي.

خدای ج ستر پیغمبر ص ته امر وکړ تر څو د ژبې وسله یا د قرآن کلیمه د مشرکانو لپاره وکاروي.” د قرآن د وسلې په واسطه له دوی سره د لوی جهاد پر وړاندې جهاد وکړه”(سورة الفرقان آیه ۵۲)

ډېری وخت ځینو عربو ډلو او قبیلو د پیغمبر ص له ځانګړو شاعرانو او ویناوالو سره د وینا مقابله کوله، یوه ورځ اقرع بن حابس د تمیم د قبیلې ویناوال ومنله چې تاسې تر موږ څو قدمه وړاندئ يئ هغه ویل:

رښتیا هم دا سړی “حضرت محمد ص ” منل شوی او کامیاب دی ،ځکه د دوی ویناوال تر موږ وړ او شاعران يې تر موږ تکړه دي.

دوی له خپلې قبیلې سره یو ځای مسلمانان شول.

په دې توګه شعر او ادبیات د پیغمبر ص او خلیفه وو پر وخت د اسلامي زده کړو تر سیورې لاندې وخوځېدل او وړاندې لاړل.د وخت د شاعرانو په ګوګلونو کې د خدای تعالی او پیغمبر ص ستاینه په څرګندېدو شوه.

په دې پړاو کې د جاهلیت د دورې ځینې مضمونونه چې د ادبیاتو قالب ته را دننه شوي وو له پامه وغورځول شول او ځای يې اخلاقي او اسلامي ارزښتونو خپل کړ.

ادب او هنر د انساني ارزښتونو په چوکاټ او د اسلامي تمدن په برکت د بریا پر لور وخوځېد او دومره ژر وځلېد چې د انسانانو کلتوري او ټولنيزې شتمنۍ او لاسته راوړنې له اسلامي ادب او هنر څخه پرته نا شونې وګڼل شوې.

اسلامي شعر او ادب له ډېرو تاریخي توپانونو څخه سر را ایسته کړی دی، ډېر اغېزمن شوی خو له دې سربېره په انساني ژوند کې له لوړو ارزښتونو څخه ګڼل شوی دی.اوس د یو زرو څلور سوه کالونو شاوخوا کې شعر او ادب په بېلابېلو برخو او بېلابېلو هېوادونو کې، په رنګارنګ ژبو او  نوې بڼه ورځ په ورځ غځېږي، خو نویو نظرونو او کره کتنې ته اړتیا لا ډېره ده تر څو خپله لار ومومي او د خپل سوچه توب او نوښت سره میدان ته راووځي.

د اسلامي ادب ځانګړنې:

شلمه پېړۍ د ادبي مکتبونو د منځته راتګ او پرمختګ پېر بللای شو؛ چې له دې ډلې يې کلاسیزم، رومانتیزم، ریالیزم ،سمبولیزم اګزیستانسیالیزم ،کوسموپولیتیزم، هنر د هنر لپاره او نور.چې دا ټول له خپلو ځانګړنو سره منځته راغلي او د ځانګړو فکري او فلسفي مکتبونو ښکارندوی دي ،ځکه ادبیات او هنر د فکر نظر او د لیکوال، هنرمن ،ادیب یا شاعر د ځانګرې فلسفې د ښکاره کولو لار ده.

د ځینو اسلامي پوهانو او څېړونکو له نظره اسلامي ادبیات هم ځانګړنې لري چې د همدې ځانګړنو له امله له نورو ادبي مکتبونو څخه جلا کېږي.

لومړی:

اخلاقي او عقیدتي یووالی

د اسلامي ادب لومړۍ ځانګړنه یووالی دی.په دې مانا چې هره څه يې لکه زنځیر سره تړلي دي.انسان،ژوند ،شتمني، نرګسیت، مرګ او نور.

دویم:

پیغام او موخه

اسلامي ادبیات له داسې ځانګړنو سره مل دی چې د اسلام له دین څخه اخیستل شوي دي؛ په دې مانا چې مسلمان خپلو خبرو او کړنو ته پام کوي ،هېڅ داسې کړنه نه ترسره کوي چې په هغې موخه او ګټه نه وي نغښتل شوې.مسلمان ادیب نه غواړي وخت له لاسه ورکړي ،خپل استعداد او وړتیا د کمزورۍ پر لور بوځي او یا دخلکو وخت بې ګټې ترې واخلي.

درېیم:

سوچه توب او زده کړه

اسلام د انسان د زده کړې لپاره هر اړخیز لیدلوری لري ددې لپاره چې انسان له جسم او اروا څخه جوړ دی  له ټولو اړخونو څخه د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی تر څو په ده کې د کلام سوچه والی، تېز والی او وزن منځته راوړي.کشمکش او ستونزې ترې لرې کړي.

څلورم:

رښتینوالی

له رښتینوالي څخه موخه د غرب ریالیزم ادبي مکتب نه دی چې انسان يې په یوه وړه ساحه کې محدود ساتلی؛ بلکې رښتینولی په ادبیاتو کې د انسان ستونزې کمزورتیا، سقوط او منفي ټکي دي.خو په اسلامي ادب کې دا حالتونه د غربي ادب په څېر سم ثابت او سپېڅلي نه دي ګڼل شوي ځکه د بشر اړتیاوې د پوره کېدو په حال کې دي او ادب او هنر په دې برخه کې رول لري.

پینځم:

مثبت والی او جوړونه

اسلام د انسان کمزورتیا ،ګناه ،لوېدل او سقوط تل منلی دی.خدای ج فرمایلي دي:

“و خلق الانسان ضعیفا “(سورة النساء آیه ۲۸.

یانې انسان کمزوری پیدا شوی دی.خو له دې سره سره اسلام انسان ته دا اجازه نه ده ورکړې چې تسلیم شي او ماته ومني.بلکې په داسې وختونو کې د انسان لاس نیسي او د مایوسۍ له کندو څخه يې ژغوري.د هیلو ،ځواک ،حرکت او نېکمرغۍ روحیه ورکوي.

شپږم:

ادب د ادب لپاره

ادب د ادب لپاره ،یا هنر د هنر لپاره په رسمیت نه پېژني؛ بلکې ادب او هنر انسان اوټولنې د خیر ،نېکمرغۍ، یووالي او اخلاقو وسیله ګڼي.

قرآن د الشعراء د سورې په ۲۲۷مه ایه کې مومن او رښتیني شاعران د پوچو، بې هویته او بې ماهیته شاعرانو له ډلې بېل کړي  او ستایلي يې دي.

“دوی دروغجن او لار ورکي شاعران دي نه  دي چې ایمان يې راوړی، نېکي کوي او خدای ډېر یادوي او کله چې ظلم پرې کېږي ،د خلکو او ځان لپاره را پاڅېږي.هغوی چې ظلم کړی ډېر ژر به پوه شي چې چېرته تلونکي دي.”الشعراء۲۲۷آیه

پیغمبر ص د کلام ښکلا او د شعر حکمت ستایلی دی خپل حیرانوونکی احساس يې د شعر او کلام په اړه داسې څرګند کړی دی:

“ان من البیان لسحرا ” ځینې کلامونه جادويي اغېز لري.

“و ان من الشعر لحکمه “په ځینو شعرونو کې حکمت نغښتی دی.

دوی د اسلامي ارزښتونو د خوندي کولو لپاره شاعران راغوښتل او د حسان بن ثابت رض د ستایلو لپاره يې وفرمایل:چې د شعر په واسطه د مشرکینو پر وړاندې چې په مکه او څلور خواوو کې يې په لومړۍ هجري پېړۍ کې مېشت وو ،راپاڅېږي او روح الامین (جبرئیل ع) به يې تل تر څنګ وي.

دا و اسلامي ادب چې د محتوا، مانا او ارزښتونو له امله له نورو ادبي او هنري مکتبونو بېلېږي.