د امریکا سمندري ځواک وايي، د دوی ۱۰ سرتېري هغه مهال لادرکه او پنځه ژوبل شول کله چې يې جنګي بېړۍ د تېلو له یوه ټانکر سره وجنګېده.
دا پېښه نن د سنګاپور په ختیځ کې په ارام سمندر کې شوې ده.
د سمندري ځواکونو اعلامیه وايي، د سنګاپور له چارواکو سرهيې د ورک شویو سرتېرو د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.
دا په تېرو دوو میاشتو کې په ارام سمندر کې دوهمه پېښه ده چې امریکايي سمندري سرتېرو ته پهکې مرګ ژوبله اوړي.
د تېرې جون میاشتې په ۱۷مه نېټه د امریکا د یوې جنګي کښتۍ او په کانټینرونو بار د یوې بېړۍ ترمنځ د ټکر په نتیجه کې ۷ سرتېري ووژل شول.