پنجشنبه , 25 اپریل 2024

اردوغان د ټرمپ لیک په کثافت داني کې اچولی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د امریکا د ولسمشر هغه لیک چې نوموړي ته یې پکې سپکاوی کړی و، د کثافاتو په سطل کې اچولی دی. ټرمپ دا لیک، له سوریې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته استولی دی.

په دې لیک کې ټرمپ اردوغان ته لیکلي چې په سوریه کې به د ترکیې عملیات بدې پایلې ولري، نو سختدریځي او احمقتوب دې نه کوي.

دا لیک د اردوغان له لورې په بشپړه توګه رد شوی دی. ترکیې وروسته تر هغه چې دا لیک تر لاسه کړی په سوریه کې یې د کردانو پر وړاندې عملیات لا ګړندي کړي دي.