اروپايي ټولنه به د افغانستان د سولې لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ور کړي

اروپايي ټولنې په داسې حال کې د افغان سولې په اړه د خپلو هلو ځلو د چټکتیا یادونه کړې چې پرون په کابل کې یو ځانمرګي برید کې ۲۹ کسان ووژل شول او له پنځوسو زیات ټپیان شول.

د اروپايي اتحادیې ویاند مایاکاسیانچیچ په بیانیه کې راغلي چې افغانانو د نوروز ورځ له ویر سره ولمانځله.

نوموړي په افغانستان کې د خپل اوږدمهاله ماموریت ډاډ سره د افغان سولې په اړه ټینګار کړی.

د ده په ټکو اروپايي ټولنه به د سولې مسله راتلونکې اونۍ د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې هم وړاندیز کړي.

ټاکل شوې په نیږدې ورځو کې په تاشکند کې د افغان سولې په اړه نړیوال کنفرانس جوړ شي چې د اروپايي ټولنې مشره فدریکا مورګیني به هم پکې ګډون کوي.

په ورته وخت کې د کابل پرونی ځانمرګی برید چې ۲۹ کسان پکې ووژل شول او له پنځوس زیات ټپیان شول د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتونیوګوتریش،د ملګرو ملتونو امنیت شورا،ایران،پاکستان،امریکا او د نړۍ یو شمېر نورو هیوادونو لخوا په کلکو ټکو وغندل شو او دا برید یې بشري ضد برید وباله.

جمشید ملکزی