اروپايي ټولنې افغانستان ته سل ميليونه يورو منظور کړل

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې د کليدي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره يې سل ميليونه يورو منظور کړي دي.

له اروپایي ټولنې له لورې په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې یادې ټولنې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اصلاحاتو په ترسره کولو کې د پراختيايي پاليسۍ د ښه والي، د اقتصادي پايښت د ساتنې، د عامه مالي مديريت ښه پرمخ وړلو او د دولتي شفافې بوديجې د پياوړي کولو په موخه، نن سل ميليونه يورو منظور کړي دي.

سرچينه کاږي، اروپايي ټولنې ياده پرېکړه د تېرو ١٢ مياشتو په اوږدو کې د اصلاحاتو له مثبتې ارزونې وروسته وکړه. يادې پيسې د دولت جوړونې د هوکړه ليک (SBC) يوه برخه ده چې د ٢٠١٦ کال د اکتوبر مياشتې په څلورمه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسليک شو.

سرچينه زياتوي، له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د دغې مالي مرستې موخه اقتصادي وده، د کار موندنه او د خدمتونو تضمين دى.

په خبرپاڼه کې د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي له خولې راغلي دي چې د يادې مرستې منظوري په دې معنا ده چې افغانستان په مهمو برخو، لکه عامه پاليسي، لوى اقتصادي، مالي مديريت، څارنه او د بوديجې روڼوالي کې ښه پرمختګ کړى دى.

دى زياتوي: “موږ له مشروط ميکانيزم لکه د دولت جوړونې قرارداد څخه ملاتړ کوو، اروپايي ټولنه د افغان حکومت د لومړيتوبونو په اساس د مرستې په موخه مالي اسانتياوې برابروي، ترڅو دوه اړخيزې ژمنې د پرمختللي، باثباته او په ځان بسيا افغانستان لپاره نوي کړو. د اروپايي ټولنې د غړو او خلکو له هراړخيز ملاتړ څخه مننه کوم.”

دغه راز په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي فرانز مايکل ميلبن له خولې راغلي، چې له افغانستان سره د مالي مرستو منظوري له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د اوږدمهاله ژمنو ښودنه کوي، د اصلاحاتو ژمنو د پرمختګونو له بريالۍ څېړنې سره سم د اروپايي ټولنې د دولت جوړونې هوکړه ليک له ملي بوديجې سره مستقيمه مرسته کړې او د افغان حکومت لپاره لازمې مالي سرچينې برابروي، چې دا مرستې لومړيتوبونو ته په کتو سره ولګوي.

د ده په خبره، د دې مرستو موخه خلکو ته خدمتونه وړاندې کول، له اقتصادي ودې سره مرسته او د بېوزلۍ کچې کمول دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو پربنسټ، د دولت جوړونې هوکړه ليک (SBC) د افغانستان له حکومت سره د سولې او پراختيا ملي چوکاټ پربنسټ د اصلاحاتي اجنډا په پلي کولو او د لومړيتوب لرونکو ملي پروګرامونو چې د افغانستان لپاره د تېر کال اکتوبر مياشت کې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شوي وو، مرسته کوي. په دې سره به ښه حکومتولي، د ښځو اقتصادي پياوړتيا، ولسي تړون او اساسي خدمتونه وړاندې شي.