پنجشنبه , 28 مارچ 2024

اروپایان:پر ډیورنډ کرښه دبیا کتنې او افغانستان ته دحق سپارنې وخت رارسیدلی

 

داروپايي پارلمان مرستیال ریس وايي اوس دهغې وخت رارسیدلی چې پر ډیورڼد کرښه بیا کتنه وه شي او دافغانستان حق باید ورکړل شي  .

ریچارد چارنسکي ویلي دتروریزم دپای ته رسیدولپاره اوس هغه وخت راغلی چې دډیورنډکرښې په ایستلوکې تاریخي تېروتنه باید جبران او  دتاریخي حقیقتونوپراساس له سره وه کتل شي .

داروپايي اتحاديې مرستیال زیاته کړې چې دافغانستان اوپاکستان ترمنځ دډویورنډ کرښه دنړیوال تروریزم په مرکز بدله شوې او لازمه ده چې اروپا او امریکا په افغانستان کې دلازمې سولې لپاره خپله پالېسي بدله کړي .

ریچارد چارنسکي وايي چې په افغانستان کې دمیلیاردونویورو دمصرفولو او دجګړو لپاره دهلوځلوپرځای باید دډیورنډ کرښې پربیا کتنه تمرکز وه شي .

چارنسکی وايي (( پکارده چې لویدیځ هېوادونه ددې مصنوعي کرښې  په اړه خپل پخواني دریزونه بدل اوپه دې سیمه کې دتاریخ او واقعیتونو پر اساس پخوانۍ پوله احیاکړي .  پښتانه او بلوڅ په زور سره جلاشوي ، پکارده چې بیرته له اصلي سیمې سره یوځای او دافغانستان ترحاکمیت لاندې راوستل شي.)

نوموړی وايي پاکستان ددې لپاره چې پرډیورنډکرښه برلاسی وي په سیمه کې لاسوهنو او بې ثباتۍ ته دوام ورکوي . داروپايي پارلمان مرستیال وايي پاکستان دډیورنډ کرښې په خاطر تل په کابل کې دغښتلي حکومت سره مخالفت کړیدی .

په پاکستان کې په قصدي ډول دپښتنو او بلوڅوسیمې وروسته پاتې پرېښودل شوي ، دهغوی قبېلې یې له یوبل سر ښکېلې کړي او دسخت دریزۍ او افراطیت د ودې زمینه يې پکې برابره کړیده ، څواسلام ابادپه سیمه کې  خپلوستراتېژیکو موخوته ورسیږي .

ریچارد وايي دطالبانوپه شمول دافغانستان ټولو حکومتونو دډیورنډکرښې له منلو انکارکړی دی . داروپايي پارلمان مرستیال په ډیورنډکرښه دپاکستان له لوري  داغزن سیم غځول ، دکندهارپه سپین بولدک ولسوالۍ کې پرافغان پوځیانو دپاکستان له لوري ډزې او پرکونړ او ننګرهار توغندیز بریدونه  دډیورنډ کرښې دمنلو لپاره دپاکستان دهلو ځلو دوام بولي .

سرچینه ـ کابل نیوز .