اروپایي ټولنه: د سولې له هوکړې مخکې او وروسته د افغانستان ملاتړ کوو

د اروپايي ټولنې يو لوړ رتبه چارواکي وايي، د سولې يوې موافقې ته د رسېدو لپاره بېړه يوې پايداره موافقې ته زمينه نه ‌شي برابرولى.

دا څرګندونې د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کمېشنر نيوين ميميتڅه د سې شنبې په ورځ  د فرانسې په سټراسبورګ ښار کې د اروپا د پارلمان يوې جلسې ته کړې وې.

د اروپایي ټولنې د نړیوالې همکارۍ او پراختیا کمېشنر په خپلو خبرو کې ویلي، پوهیږو یوه پایداره سوله وخت ته اړتیا لري؛ نو ځکه اروپایي ټولنه ژمنه کوي، چې د سولې تر تړون مخکې او هم وروسته له افغانستانه ملاتړ کوي؛ څو د پایدارې سولې ډاډ ترلاسه شي.

د افغان سولې په تړاو د اروپايي ټولنې دغه کمېشنر په داسې حال کې خبرې کوي، چې د طالبانو د استازو او امريکايي هيئت ترمنځ په قطر کې د سولې مذاکرې تر ١٦ ورځو وروسته د تیرې سه شنبې په ورځ پاى ته ورسېدې.

د اروپايي ټولنې د نړيوالې همکارۍ او پراختيا کمېشنر د افغانستان د وضعيت په اړه اندېښنه وښوده؛ خو وايي، چې یو ښه خبر هم را روان دى.

نوموړي وویل ، افغانستان غواړي، په ټولو مواردو کې د خپلو وګړو په ګټه د پام وړ پرمختګ ولري او اروپايي ټولنه په دې برخه کې همکاريو او ملاتړ ته چمتو ده.

د افغانستان او اروپايي ټولنې چارواکو په ٢٠١٨ میلادي کال کې دوه وارې سره کتلي وو او پر کليدي مسايلو لکه بشري حقونو، جنسيتي مسايلو، ښې حکومتوالۍ، سيمه ‌ييزو همکاريو او مهاجرت پر موضوع ‌يې موافقه کړې وه.