ارګ : دجنرال دوستم بیرته راستنیدو ته هیله من دې

د ولسمشر غني لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، وړمه شپه ترکيې ته ولاړ.
د ولسمشر سرپرست ویاند شاه‌حسین مرتضوي وايي، د ولسمشر لومړی مرستیال د خپلې دوسیې لپاره هم بېرته هېواد ته راځي.
نوموړي کابل کې خبري ناستې ته د ولسمشر او دوستم د اړیکو په اړه له خبرو ډډه وکړه، خو ويې ویل، غني له «خپلو ټولو همکارانو سره صمیمانه چلند کوي.»
څو میاشتې وړاندې د جنبش اسلامي پخواني مرستیال احمد ایشچي، د ولسمشر لومړی مرستیال پر «جنسي ځورونې» تورن کړ.
شاه‌حسین مرتضوي وايي، د دې قضايي دوسیې د خلاصون لپاره هم باید دوستم ژر بېرته هېواد ته راستون شي.
دوه میاشتې وړاندې کابل کې افغان ځواکونه د هغه کور ته څېرمه دیره شول او ځېنو رسنیو راپور ورکړ، چې امنیتي ځواکونو دوستم کلابند کړی؛ خو پر ماښام یې دوستم په خپل کور کې یوې غونډې ته وویل، چې د ده د کلابندۍ صلاحیت څوک نه لري.
تر دغو څرگندونو وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال د احمد ایشچي په قضیه کې د ښکېلتیا له امله خپل څو ساتونکي څارنوالۍ ته ولیږل؛ خو د نورو تورنو کسانو خلاف د جنرال دوستم ساتونکي یوازې څارنوالۍ ته ورغلل او بیرته خپلو دندو ته ستانه شول.
د راپورونو له مخې له نږدې پنځو میاشتو راهیسې ارگ د جنرال دوستم پر دفتر امکانات بند کړي وو.
د دوستم د دفتر مشر عنایت الله بابر فرهمند رسنیو ته وویل، د مالي کال له پیله تر اوسه دوی ته بودجه نه ده ورکړل شوې.
پخپله جنرال دوستم په گڼو څرگندونو کې ولسمشر د «قدرت پر انحصار او قوم پالنې» تورن کړی، خو شاه‌حسین مرتضوي دا تورونه رد کړل.
وړاندې ځينو سرچينو خبر ورکړی و، چې دوستم تر فشار لاندې دی، چې هېواد پرېږدي او ترکيې ته لاړ شي.
که څه هم د دوستم دفتر هم نوموړی د شکرې ناروغۍ د درملنې په موخه تللی بولي، خو ځينې سرچينې وايي، د دوستم او ولسمشر تر منځ د اړیکو خړپړتیا ښايي هغه له بیا راتگه تېر کړي.