ارګ: دراتلونکو ټاکنو شفافیت او عدالت ته ژمن یوو

افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسووالیو د شوراګانو د راروانو انتخاباتو د امنیت او شفافیت په اړه تصمیم نیولي وايي چې حکومت د انتخاباتو امنیت او شفافیت ته ژمن دی.

وروسته له دې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پرون د ټاکنو نیټه اعلان کړه، په کابل کې د امریکا سفارت او د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما تینګار وکړ چې حکومت باید په دې ټاکنو کې عدالت او شفافیت ټینګ کړي. دوو څارونکو ټولنو ټیفا او ایتوا بیا د را روانو ټاکنو د امنیت او شفافیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب الله ازاد وویل، چې د کورنیو چارو وزارت د انتخاباتو د امنیت لپاره پوره چمتووالی نیولی نیسي. آزاد همدا راز وویل چې هر افغان پر خپلې رایې د څارنې حق لري او زیاته یې کړه، حکومت به کورنیو او نړیوالو څارونکو ډلو ته پر انتخاباتو د څار امکان برابر کړي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون پرون اعلان وکړ، چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاګنې به د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ یا سرطان په شپاړسمه په مشروط ډول تر سره کېږي.