پنجشنبه , 28 مارچ 2024

ارګ: دټرمپ ستراتیژي پاکستان ته دچلند بدلولو یو بل چانس دی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په هکله د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستراتیژي پاکستان ته د خپل چلند بدلولو په هکله د چانس ور کولو په مانا ده.

ولسمشر غني وویل، د ډونلډ ټرمپ د ستراتیژي پاکستان ته دا چانس ور کوي چې پر خپل پخواني چلند او دود غور وکړي.

ډونلډ ټرمپ په خپله ستراتیژي کې پر پاکستان نیوکه وکړه چې له امریکا د میلیاردونو ډالرو د ترلاسه کولو پر مهال له طالبانو او نورو هغو جنګي ډلو سره مرسته کوي چې امریکايي پوځیان وژني.

نوموړي پاکستان ته خبرداری ور کړ چې که د ترهګرو ملاتړ کوي ډېر تاوان به وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډونلډ ټرمپ له څرګندونو وروسته وویل، چې دوی د کوم بل هېواد پرضد خپله خاوره کې چا ته د فعالیت اجازه نه ور کوي.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې بې ثباته افغانستان د هیچا په ګټه نه دی، خو پر پاکستان به ډېر اغېز ولري.

ډونلډ ټرمپ هم وايي، که پاکستان خپل چلند نه بدلوي تاوان به وکړي.

هغه په ورته مهال پاکستان ته خبرداری ور کړ چې افغانستان ته د تېرو کلونو د هېواد په سترګه نه ګوري.

“افغانستان پخوانی افغانستان نه دی، د همکارۍ ډېرې لارې لرو، خو له سیاسي لارې له ګاونډیو سره ښه اړیکي غواړو او هیله ده په دې برخه کې زموږ ګاونډی ملک پیغام واوري او د دې اړیکو لپاره شرایط بدل کړي”.

وسلوالو طالبانو هم وویل، چې د امریکا پرضد به جګړه کوي او افغانستان به د امریکايي ځواکونو پر هدیره بدل کړي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني وویل، د وسلوالو په مقابل کې د افغان ځواکونو د بریالیتوب پر شرایطو پوهېږي خو بیا هم طالبانو ته د سولې خبرو ور پرانیستی دی:

“موږ په دې پوهېږو چې د بریالیتوب شرایط برابر دي خو بیا هم در باندې غږ کوو چې د سولې لار ونیسئ. د خبرو لار ونیسئ، موږ د جرګو وطن یو د جرګو او مرکو وطن خپل هیڅ وګړی هم نه ځوابوي، خو هغه وګړی هم باید خپل وطن خرڅ نه کړي”.

اشرف غني وویل، چې دا اوسنی وضعیت طالبانو ته یو پړاو دی چې پر شرایطو پوه شي او له جګړې لاس واخلی او په افغانستان کې د نورو کونډو او بورو د زیاتېدو سبب نه شي.