ارګ وايي: افغان ځواکونه د پاکستان ځواب ویلی شي

د بهرنيو چارو وزارت وايي، که چيرې پاکستان د نړيوالو حقوقو اصول مات کړي، نو د افغان دولت امنيتي او دفاعي ځواکونه له خپل ملي حاکميت دفاع او دپاکستان ځواب ويلو ته چمتو دي.

دغه څرګندونې د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني، نن په خبري ناسته کي کړې دي.

دي وایې، افغانستان او پاکستان ترمنځ رامنځته شوې ناندرۍ د دواړو هېوادونو په ګټه نه دي او پاکستان بايد د افغانستان پر وړاندې له دا ډول ګامونو پورته کولو ډډه وکړي.

نوموړي، د پاکستان په خاوره کي د ترهګرو د ٣٢ روزنيزو مرکزونو په اړه وويل، په لومړيو کي په ياد ډګر کي د پاکستاني چارواکو ځواب مثبت و، خو افغان حکومت هيله لري چي د يادو ترهګريزو مرکزونو پر وړاندې ګامونه پورته شي.