پنجشنبه , 25 اپریل 2024

استاد ګل زمان ته د پښتو موسيقۍ د (بابا) او صفدر توکلي ته د دمبورې د (سلطان) لقبونه ورکړل شو

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په يوه غونډه کې د افغانستان هنرمندان ستايلي دي، چې په دې لړ کې يې مشهور سندرغاړي استاد ګل زمان ته د پښتو موسيقۍ د بابا او همدا راز صفدر توکلي ته يې بيا د دمبورې د سلطان لقبونه ورکړي دي.

دا غونډه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې ترسره شوې ده، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزير په دې غونډه کې هنرمندان وستايل او وې ويل چې هغه به خپلې ټولې هڅې وکړي، تر څو د هېواد د هنرمندانو څخه ملاتړ وشي.

سرپرست وزير محمد طاهر زهير په خپلو خبرو کې وويل، چې په اوسني وخت کې هنرمندان هغه يوازيني خلک دي، چې د ولس په شونډو مسکا راولي او د هغوى غمونه لرې کوي.

نوموړي وويل، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه دا ده، چې د هېواد د هنرمندانو ملاتړ او لاسنيوى وکړي او د هغوى د هنري فعاليتونو ملاتړي به وي.

په دې غونډه کې نه يوازې دا چې استاد ګل زمان ته د پښتو موسيقۍ د بابا او صفدر توکلي ته د دمبورې د سلطان لقبونه ورکړل شول، بلکې لسګونه نورو هنرمندانو ته هم ستاينليکونه او د استادۍ لقبونه ورکړل شول.

په دې غونډه کې يو شمېر هنرمندانو د خپل هنر ننداره هم وړاندې کړه، چې د ګډونوالو له لوري په چکچکو بدرګه شو.

کاپي…