پنجشنبه , 18 اپریل 2024

اسفندیار ولي خان : له خېبر پښتونخوا وروسته به د ټول پښتون ملت د یو ځای کیدو مبارزه کوي

اسفندیار ولي خان په لومړي ځل د پښتنو د یو ځای کولو د مبارزې سینه ډبولې، چې په دا وروستیو کې د کوزې پښتونخوا پښتنو ځوانانو د پنجاب له جوغه د خلاصون په موخه ولسي پاڅون کړی.

د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د پیښور په نوښار کې خپلو زرګونه پلویانو ته په وېنا کې ویلي چې د پیرنګي د دور هغه قانون به ماتوي چې پښتانه یې په څو برخو ویشلي.

نوموړي وویل لومړی به قبایلي سیمې له پښتونخوا،له هغې وروسته به شمالي پښتونخوا او په ټوله کې به هغه مرام ته ځانونه رسوي چې د سیمې ټول پښتانه سره یو ځای شي.

بلې ډډې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي چې که څه هم د پاکستان د پوځ لخوا به ورته ګواښونه موجود وي خو د دوی غږ به څوک چوپ نه کړي.

دی وايي هر کله چې د پښتنو خاوره د پښتون شوه له هغې وروسته به خپلې مبارزې ته د پای ټکی ږدي.

نوموړی زیاتوي چې د پیښور تر پرلت وروسته به په کراچۍ کې هم ستر اعتراض کوي څو یې د پاکستان پوځ غوښتنو ته غاړه کیږدي.

د ده په باور که یې غوښتنې و نه منل شي وروستي حرکتونه به یې خطرناکه وي.

په پاکستان کې وروسته له هغې پښتنو ولسونو پاڅونونه پېل کړي چې په کراچۍ کې یو پښتون ځوان نقیب مسود د پولیسو په جالي نښته کې ووژل شو.

د کوزې پښتونخوا پښتنو په ننګه په افغانستان کې هم پراخ اعتراضونه شوي او د افغانستان مشرانو جرګې له پاکستانه وغوښتل چې د پښتنو د وژلو لړۍ دې ودروي.

جمشید ملکزی