پنجشنبه , 25 اپریل 2024

اسلام په نړۍ کې چټک پراخیدونکی دین دی

په ۲۰۱۰ م کال کې د نړیوالو احصایو له مخکې په نړۍ کې د مسلمانانو شمیر یو عشاریه شپږ میلیارده وو چې د پیروان د شمیر له پلوه د نړۍ د نفوسو په سلو کې ۲۳ برخه یې جوړوله.

که څه هم د نړیوالو احصایو له مخې د پیروانو د شمیر له پلوه عیسویت دا وخت په نړۍ کې ډیر پیروان لري خو څیړنې اټکل کوي چې په ۲۰۷۰ م کال کې به اسلام په نړیواله کچه تر ټولو زیات پیروان ولري او په نړۍ کې به د نور ټولو ادیانو د پیروانو په مقایسه د مسلمانانو شمیر زیات شي.

په څیړنه کې ددې علت دا ښودل شوی چې د مسلمانانو نفوس د بل هر دین د پیروانو په مقایسه په چټکۍ زیاتیږي.

د پیو ریسرچ سنټر په نوم دا څیړنیزه اداره اټکل کوي چې تر ۲۰۵۰ کال به د نړۍ د نورو ټولو ادیانو د پیروانو په پرتله د مسلمانانو شمیر زیات شي.

په دې څیړنه کې ویل شوي چې مسلمانان د بل هر دین د پیروانو په مقایسه ډیر اولادونه زیږوي.

په نړۍ کې هره مسلمانه ښځه په اوسطه توګه له درې زیات بچي زیږوي، په داسې حال کې چې د نورو ټولو ادیانو پیرو ښځو ته په ګډه دا شمیره د دوه ماشومانو په شا او خوا کې اټکل شوې ده.

په څیړنه کې دا هم ویل شوي چې د مسلمانانو نفوس کې ځوانان زیات دي او په ۲۰۱۰ م کال کې په مسلمانانو کې اوسط عمر ۲۳ کلني بلل شوې. څیړنه وايي دا په دې معنی چې د مسلمانانو یوه لویه برخه د اولادونو زیږون ته چمتو ده.

په اروپا کې د مسلمانانو په وړاندې د ځايي خلکو عکس العمل هم له یو هېواد څخه بل ته توپیر کوي.

په څیړنه کې بریتانیا، جرمني، فرانسه او سویډن هغه هېوادونه ګڼل شوي دي چې خلک یې په دې هیوادنو کې د مسلمانانو د اوسیدو سره ډیر کم مخالفت لري. خو هنګري، ایټالیا، پولینډ او یونان بیا هغه اروپايي هېوادونه یاد شوي چې ډیر خلک یې په خپل هېوادونو کې د مسلمانانو په موجودیت خوشاله نه دي.