پنجشنبه , 25 اپریل 2024

اسټریا: په ۲۰۱۷ کې «محمد» نوم دریم او د کال ۲۰۱۸ لومړی ماشوم مسلمان و

وروسته تر هغه چې د کال ۲۰۱۸ لومړی ماشوم مسلمان وزیږېډ، په اوروپايي هیواد اسټریا کې د مسلمانانو پر ضد یو ځل بیا د کرکې او تعصب غبرګونونه را وپارېده او په لوړه کچه پر ټولنیزو پاڼو باندي د اسټریا اصلي اوسیدونکو احتجاجونه او غبرګونونه وښودل.

د راپورونو سره سم د کال ۲۰۱۸ د را نوي کېدو ۴۷ دقیقې وروسته د یوې ترکۍ کورنۍ ماشوم وزیږېد، چې د کال لومړی ماشوم وبلل شو.

پر فیسبوک باندي د یاد ماشوم د انځور خپرېدو وروسته یو ځل بیا په اسټریا کې د مسلمانانو پر شتون باندي موافق او مخالف بحثونه را وپارېده او هغه پاڼه چې پر فیسبوک ېې یاد انځور نشر کړی وو، د یو منظم برید په پایله کې تخریب شوه خو د نورو پاڼو او خیریه موسسو له لوري کمپاین پیل شوی تر څو د یادې کورنۍ سره کومک وکړي.

د محمد نوم:

د اسټریا د رسمي احصائیاتو له مخې په کال ۲۰۱۷ کې هغه نومونو چې پر ماشومانو ایښودل شوي، دریم مقام یې د «محمد» نوم خپل کړی دی.

د یوې محلي ورځپاڼې د راپور سره سم د «الکسندر» نوم پر لومړي مقام، د «ماکسیمیلیان» نوم پر دوهم او د «محمد» نوم پر دریم مقام راغلی دی.

د ورځپاڼې په وینا د «محمد» نوم په لومړیو نومرو کې راتګ دا په ډاګه کوي چې په دغه هیواد کې یو «کلتوري بدلون» را روان دی.

باید وویل شي چې په برتانیې په پلازمینه لندن کې هم د محمد نوم په مکرر ډول تر ټولو خوښ کړل شوی نوم یاد شوی دی.