پنجشنبه , 25 اپریل 2024

اسیا جام کې پاتې لوبې څنګه ترسره کیږي؟

تېره شپه د هند او پاکستان ترمنځ لوبه ترسره شوه او د هند په بریا سره پای ته ورسېده

پاکستان لوبډلې د ټاس په ګټلو سره توپ وهنه پیل کړه، ۴۴م اور کې یې ټول لوبغاړي د هند د ښې توپ اچونې له امله په ۱۶۲ منډو وسوځېدل.

هند لوبډلې د ۱۶۳ منډو هدف ته ځان د دوه ویکټو په زیان سره ۲۹ اورونو کې ورساوه او لوبه یې د ۸ ویکټو او ۱۲۶ توپونو په شتون کې وګټله.

په دې سیالیو کې نن پنجشنبه د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ لوبه ترسره کیږي.

سبا جمعه د دې سیالیو دویم پړاو شروع کیږي، چې افغانستان به له پاکستان د ابو ظبۍ په شیخ زاید لوبغالي کې او هندوستان به له بنګله دېش سره په دوبۍ کې لوبه ترسره کړي.

د شنبې په ورځ کومه لوبه نشته، خو یکشنبه به هندوستان بیا له پاکستان سره په دوبۍ لوبغالي کې مخ شي او افغانستان په ابو ظبۍ کې له بنګله دېش سره خپله لوبه ترسره کړي.

د دوشنبې په ورځ هم کومه لوبه نشته، د سه شنبې په ورځ به افغانستان له هندوستان او چهارشنبه به بنګله دېش له پاکستان سره لوبه وکړي.

پای لوبې ته د وتلو لپاره هرې لوبډلې ته دوه لوبې مهمې دي، چې ویې ګټي.

د دې سیالیو پای لوبه به د بلې جمعې په ورځ چې دروانې سپتمبر میاشتې له ۲۸ نېټې سره برابره ده ترسره شي.

د یادولو وړ ده، چې هره لوبه د مازیګر په ۴ بجو پیلیږي.

نصرت الله عمرزی