اصلاحات څه وخت په ټولنه کې راځي

دا یو حقوقي اصل دی تر څو چي عدالت نه وي تامین سوی په ټولنه کې اصلاحات نه راځي. که مونږ خپلې ټولنې ته وګورو، نو ډیرې بې عدالتۍ، سرغړونې او زورواکي تر سترګو کېږي، چې د قانون د حاکمیت او اصلاحاتو له لارې په ټولنه کې پام وړ او مثبت بدلون رامنځته کېدلی شي.

کله چې د هېواد اوسېدونکي قانون لمړی پر ځان عملي نه کړي او بیا په ټولنه کې نورو اشخاصو ته لارښوونه ونه کړي، نو هیڅکله هغه هیواد پرمختګ نه شي کولی، مګر موږ وینو چې ځینې ډلې، افراد او اشخاص په ټولنه کې د اصلاحاتو راوستو پر وړاندې خنډونه ایجادوي.

په تېره لسیزه کې له قانون څخه سرغړونې زیاتې وې او په هره اداره کې هرڅوک له هر ډول شفافیت او اصولو پرته مقررېده، خو د ملي یوالي حکومت لکه په لومړیو کې یې چې ویلي و، یوه ملي اداره رامنځ ته کړه ، چې د دې ادارې له لارې به د هیواد دولتي بستونه د ازاد رقابت له لاري هر وړ شخص په دنده وګماري او د لویو پروژو لیدنه به کوی چی په دی برخه کی بریالی شول او د اداری اصلاحاتو اوخپلواک کمیسیون ته یې وړ اشخاص وګمارل اوس د ددی کمیسیون له لاری په هرو دولتی ځایونو کي چي ځایونه خالي وي د ازاد رقابت له لاری ګمارل کیږی او وړ اشخاص دنده اجرا کوي.

زورواکي په افغانستان کې هره ورځ په یو او بل نوم قانوني سرغړونې کوي یوه نمونه به یې په افغانستان کی د ځمکو غصب راواخلو ، د ځمکو ډېری غصب کوونکي حکومتي زورواکي دي او ډېری حکومتي ځمکې یې غصب کړې دي، خو حکومت په تېرو درې کلونو کې نږدې څلور سوه زره جریبه ځمکه له غاصبینو را ګرځولې، مګر لا هم سلګونه زره جریبه ځمکه له غاصبینو سره ده.

سياسي اصلاحات د اداري اصلاحاتو د بريالي پلي کيدو لپاره خورا مهم شرط دی. دا هغه چاره ده، چې ولسمشر خورا جدي رانيولې او تر ډېره بريده بريالی هم پکې ښکاري. که ولس د اوسنيو سياسي اصلاحاتو د پروسې تر شا ودريږي او د ټوپک سالارانو په خبرو ونه غوليږي، نو ليرې به نه وي، چې د ټوپک ځای قلم، د روابطو ځای ضوابط او د هر کاره چارو کارپوهانو ځای د چارو کارپوهان ونيسي. پدې ډول به د خلکو پر وړاندې ځواب ویونکې اداره رامينځته او که خدای کول کرار کرار به جګړې، فساد او نورې اقتصادي او ټولنيزې ناخوالې يوه په بل پسې له هيواده کډه کوي. بيا هم دا هغه خيال دی، چی تحقق يی يواځې له نظام څخه د ولس د ملاتړ په صورت کې شونی دی او بس.

زده کړې، د قانون حاکمیت او سالمه روزنه په ټولنه کی د مثبت بدلون سبب کېدای شي، ځکه کومه ټولنه کی چی ښه اخلاقی روزل شوی اشخاص موجود وی هغه ټولنه کی د پیشرفت او ترقی نښی نښانی له ورایه ښکاری ، که د مور له غوره روزنې سره د پلار مینه او غوره روزنه ملګرې شي او ښوونځي هم د هغوی پر وړاندې مسوولانه چلند وکړي، نو باور دی چې زموږ ټولنې ته به سالم او ښه روزل شوي اشخاص وړاندې شي.

ګل رحمن رحماني