اعلیحضرت شاه غازي امان الله خان،دزوکړې تر واکمنۍ

شاه غازي امان الله خان په ۱۸۹۲ میلادی كال د كابل په پغمان كې زېږېدلى، دی د امير حبيب الله خان زوي ، د امير عبدالرحمن خان لمسی، د امیر محمد افضل خان کړوسی د امیر دوست محمد خان کودی دی ، د غازي امان الله خان مور سرور سلطانه بېگم نومېده.

کله چې په ٢٠ د فبروري، ١٩١٩ زېږيز کال کې دده پلار د لغمان په كله گوش کې ترور شو ، نو په هغه وخت کې غازي امان الله خان د کابل والي وه، او د کابل د پوځ او خزانې ټول واک دده په لاس کې وه . په همدې وخت کې امان الله خان په كابل كې پاچا شو ، له ١٩١٩ زېږيز کال نه تر ١٩٢٩ زېږيز کال پورې د افغانستان پاچا وه ، امان الله خان د افغانستان هغه پاچا دى ، چې په ١٩١٩ زېږيز كال يې د خپل ملت په ملاتړ انگرېزان له هېواد څخه وشړل او يو خپلواك او سرلوړى حكومت يې جوړ كړ.

تاریخ پوه فیض محمد کاتب په خپل اثر سراج التواریخ کې لیکي چې امان الله خان د ۱۲۹۷ کال د کب پر نهمه (۱۹۱۹ فبرورۍ ۲۸مه) په داسې حال کې چې پوځي جامې یې اغوستې وې، د کابل عسکرو او ښاریانو ته وینا وکړه:

“لومړی خپل ټول اصیل ریبښتوني ملت ته اعلان کوم او زېری ورکوم چې ما د افغانیه سلطنت تاج د افغانستان د کورنۍ او بهرنۍ خپلواکۍ او حاکمیت په نوم پر سر کړ.”

نوموړي زیاته کړه:

“زما ګران ولسه! زه دا پوځي جامې تر هغو نه وباسم چې خپل مور وطن ته د خپلواکۍ جامې چمتو نه کړم!”

شاه امان الله د ۱۹۱۹ د اپرېل پر ۱۳مه، د کابل دربار کې په داسې حال کې وینا وکړه، چې د انګلیس سفیر هم په مراسمو کې حاضر و. ډبلیو اډک په خپل کتاب (د افغانستان سیاسي اړیکو تاریخ) کې د دې وینا یوه برخه داسې راخیستې:

ما خپل ځان او خپل مملکت له کورني او بهرني پلوه بشپړ ازاد او خپلواک اعلان کړ. تر دې وروسته زموږ هېواد، د نړۍ د ټولو دولتونو او قدرتونو په شان ازاد دی او هېڅ ځواک ته د سر د یوه وېښته هومره اجازه نه ورکول کېږي چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنه وکړي، او که چا دا کار وکړ، غاړه به یې په دې توره ووهم.

بیا یې د انګلیسانو سفیر ته مخ ورواړاوه او ویې پوښتل:

څه مې چې وویل پرې پوه شوې؟

د انګلیسانو سفیر په احترام او تعظیم ځواب ورکړ: هو، پوه شوم.

غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ گټيالی بلل کېږي، د غازي امان الله خان د حکومت وختونه د افغانستان په تاريخ کې د يو بې ساري ولسواکۍ او ټولنيزو بدلونونو دوران وو .

اعليحضرت امان الله خان دې ته ډېر لېواله و ، چې هېواد يې پرمختگ وكړي او د نړۍ له پرمختلليو هېوادونو سره سيال شي، ده په همدې موخه د هېواد په بېلا بېلو ځايونو كې د نجونو او هلكانو لپاره ښوونځي جوړ كړل .په اقتصادي برخه كې يې د صنايعو انكشاف ته پوره پام وكړ او په بانديني تجارت كې افغاني پيداوارو د نړۍ ماركېټونو ته لاره ومونده. په عمراني برخه كې نوي ښارونه جوړ شول او د كابل ښار له پخوا څخه څو چنده پراخ شو. د ولايتونو تر منځ لارې او سړكونو له سره جوړ شول او په لارو كې د مسافرو د هوسايۍ لپاره هوټلونه په كار ولوېدل. اعليحضرت افغان دیرې زده كوونكي د لوړو زده كړو لپاره بهرنيو هېوادونو ته په دې موخه واستول چې د هېواد په بشپړه اّبادۍ او سمسورۍ كې برخه واخلي.خو له بده مرغه ځينو شر غوښتونكيو د پاچا دغو ټولو ښو كارونو ته بل نوم او عنوان وركړ، پاچا ته يې سردرد او د پرمختيا د كارونو په وړاندې يې خنډونه جوړ كړل. كله چې اعليحضرت امان الله خان د هېواد د لا پرمختيا په هيله د ١٩٢٧ زېږيز كال په وروستيو كې د اروپا په سفر ووت او چې بېرته له سفره راستون شو ، د پاچا د اصلاحي كارونو په وړاندې خنډونه لا نور هم زيات كړل شول.اعليحضرت و نه غوښتل چې په هېواد كې يې وينه تويه شي او د ١٩٢٩ زېږيز كال د جنوري په لومړۍ اوونۍ كې يې استعفاء وركړه

اعليحضرت امان الله خان د كندهار، له لارې هند او له هغه ځايه بيا ايټاليا ته لاړ، هملته يې له هېواده لرې ژوند غوره كړ او د ١٩٦٠ كال د اپرېل پر ٢٦مه يې له دې نړۍ سترگې پټې كړې. اروا يې ښاده د اعليحضرت د وصيت له مخې د هغه جنازه افغانستان ته راوړل شوه او په جلال اّباد كې د خپل پلار د مرقد تر څنگ خاورو ته وسپارل شو.

روح دې ښاد وي یاد یی تلپاتی او جنت الفردوس دې ځاي وي!

کاپي…