پنجشنبه , 28 مارچ 2024

افریقا کې د توپان او سیلابونو له امله د وژل شوکسانوشمیر۷۰۰ تنه شوی

یوه اونۍ کېږي چې د ادای په نامه توپان د افریقا په جنوب کې درې هېوادونه سخت ځپلي دي.

وروستۍ شمېرې ښيي چې د دغه توپان له امله په موزمبیق، زیمبابوې او مالاوي کې ۷۰۰ کسان وژلي شوي دي.

مرستندویه ادارې د سخت توپان له امله پر وخت مرسته نه شي کولی او د چاپېریال ساتنې ادارې وایي، چې ښایي توپان دوام وکړي او د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شوي.

د یادو هېوادونو چارواکو پر نړیوالو مرستندویو هم غږ کړی چې په دې سختو شرایطو کې ددوی لاسنیوی وکړي.