افغانستان خپلواک هیواد دی او هیچا ته اجازه نه ورکوو چې زمونږ خپلواکۍ ته په سپکه وګوري.

دغه څرګندونې ولسمشر غني په ارګ کې له افغانستان څخه د روسانو د وتلو نهه ویشتمه کلیزه کې وکړې.

ولسمشر غني په ورته وخت کې د سولې لپاره پخپلې ژمنې هم ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د یو لړ هڅو یادونه هم وکړه.

افغانستان خپلوک هیواد دی او هیچا ته به اجازه د دې ور نه کړي چې د دوی خپلواکي وګواښي.

ولسمشر اشرف غني په ارګ کې له افغانستان څخه د روسانو د وتلو ۲۹مې کلیزې په را بلل شوې غونډه کې دغه راز له نړیوالو ملګرو هیوادونو هم مننه وکړه چې د افغانستان د خپلواکۍ ساتلو لپاره یې له دوی سره مرسته کړې.

ولسمشر په ورته مهال سوله د افغانستان یوه اړتیا وګڼله او په دې برخه کې د یو لړ هڅو یادونه هم وکړه.

ولسمشر په ورته وخت کې له پاکستانه د ټولو افغان کډوالو د ستنېدلو لپاره د چمتو والي اعلان وکړ.

نوموړي افغانستان څخه د روسانو شړل د ټول افغان ملت د قربانیو نتیجه وګڼله او په دې برخه کې د تېرو څلویښت کلنو بحرانونو چې په وینا یې پردو ورته په میراث پریښي د له منځه وړلو لپاره د ګډو هڅو غوښتنه وکړه.

ولسمشر دغه راز د رڼو ټاکنو په ترسراوي هم ټینګار وکړ او دا یې د دیموکراسۍ یو اصل وباله.

په یاده غونډه کې اجرایه رییس عبدالله عبدالله،د ولسمشر دویم مرسیتال سرور دانش او د حزب اسلامي رهبر ګلبدین حکمتیار هم په ملي یووالي ټینګار وکړ.

له نن څخه نهه ویشت کاله وړاندې د ۱۳۶۷ کال د دلوې په شپږویشتمه د پخواني شوروي اتحاد پوخیانو تر ماتې وروسته