افغانستان د صحرا شل اوریز جام سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړې

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د صحرا په نوم په شل اووره ټورنمنټ کې برخه اخیستلو لپاره  نن عربي متحد اماراتو ته روانېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ تیره ورځ د سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان کړه چي په کی نوروز منګل هم شامل دی.

د کرکټ بورډ وزارت له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، په متحده عربي اماراتو کې پیلیدونکو د صحرا جام شل اووریزو سیالیو لپاره ملي لوبډله اعلان شوه، ملي لوبډله، چې د پخوانۍ غوراوي کمیتې له لوري ټاکل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي ، چې نوروز منګل له نړیوال کرکټ څخه استعفی اعلان کړې، خو دافغانستان کرکټ بورډ د هغه خدمتونو ته په درنښت د صحرا جام شل اووریزو سیالیو کې ورله د لوبیدو چانس ورکړ، څو په رسمي توګه خپله وروستۍ لوبه ترسره کړي.

بلخواه کرکټ بورډ وایي، نوروز منګل او نوین الحق د متحده عربي اماراتو د ویزې ستونزه لري، د کرکټ بورډ اداره هڅه کوي، چې د هغوی د ویزو ستونزه هواره کړي او که چیرې دا ستونزه هواره نه شوه، نو د دوی پر ځای به عثمان غني او افتاب عالم لیږل کیږي، ترڅو له ملي لوبډلې سره یو ځای شي. د لوړو مهارتونو اوسنی مسوول شیر اغا همکار د لوبډلې د مدیر په صفت یو ځل بیا وګومارل شو.

د صحرا جام سیالۍ، چې پکې د دویمې درجې اته هیوادونه ګډون کوي، د جنورۍ د میاشتې په ۱۴مه نیټه پیلیږي .

یادې اته لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوې دي . په الف ګروپ کې افغانستان، ایرلینډ، نمیبیا او متحده عربي امارات لوبډلې او په ب ګروپ کې نیدرلینډ، سکاټلینډ، عمان او د هانګ کانګ لوبډلې شاملې دي.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه د جنورۍ په ۱۴مه، له ایرلینډ سره، په ۱۶مه، له اماراتو سره او د جنورۍ په ۱۹مه، به د ګروپ خپله وروستۍ لوبه له نمیپیا سره ترسره کوي. د صحرا شل اووریز جام پای لوبه به د جنوري په ۲۰مه نیټه ترسره شي.