پنجشنبه , 28 مارچ 2024

افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو پېل شو

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالیو اتم پړاو د طوفان هریرود لوبډلې په بریا سره پېل شو.

دغه لوبه تېر ماښام د طوفان هریرود او سیمُرغ البرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې طوفان هریرود پکې سیمُرغ البرز لوبډلې ته یو د صفر ګول مقابل کې ماتې ورکړه.

طوفان هریرود لوبډلې د دې سیالیو د تېر کال اتلولي ګټلې وه.

په دې سیالیو کې به نن د افغانستان پر وخت پنځه نیمې بجې عقابان هندوکش لوبډله شاهین اسمائي سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.