پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغانستان د پارا تکواندو سیالیو کې ۱۳م مقام خپل کړ

د ۳۳ اسیایي او غیرې اسیایي هېوادونو ترمنځ په عُمان هېواد کې د پارا تکواندو سیالۍ ترسره شوې، چې د افغانستان ملي ټیم پکې یو د برنزو مډال وګاټه او ۱۳م مقام یې خپل کړ.

د افغانستان د بدني روزنې د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې د هېواد لپاره متین هوتک وتوانېد، چې د برنزو مډال خپل کړي.

نورو دوو افغان لوبغاړو علي سجاد او ذکيه خدادادي په لومړي پړاوونو کې خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه؛ خو په دویم پړاو کې یې ماتې وخوړې او له سیالیو بهر شول.

د افغانستان د پارا تکواندو ملي ټیم په دې سیالیو کي تر ګډون وروسته یکشنبه هېواد ته راستون شو او دلته یې تود هرکلی وشو.