افغانستان د کرېکټ نړیوال شورا بشپړ غړیتوب ترلاسه کړ

 

افغانستان د کرېکټ نړیوال شورا نننۍ غونډې کې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړه. د کرېکټ نړیوالې ادارې خپلې پاڼې کې لیکلي چې افغانستان او ایرلینډ ته د ټولو موافقو رایو په پایله کې بشپړ غړیتوب ورکړل شو.

د افغانستان کرېکټ بورډ د جون په ۸مه د کرېکټ نړیوالې شورا ته د بشپړ غړیتوب او ټېسټ درجې ترلاسه کولو غوښتنلیک استولی و.

له غونډې وړاندې د کرېکټ نړیوالې شورا مشر ډېوېډ رچرډسن رسنیو ته ویلي و چې د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا وړاندې شوی غوښتنلیک ډېر ښه ترتیب شوی او قانع کوونکی دی.

د کرېکټ نړیوالې ادارې مشر له دغو څرگندونو وروسته د بشپړ غړیتوب ترلاسه کولو لپاره هیلې نورې هم زیاتې شوې چې په پای کې افغانستان خپلې دغې هیلې ته ورسېد.

له بشپړ غړیتوب سربېره افغانستان د ټېسټ لوبډلې درجه هم ترلاسه کړه چې دا هم د افغانستان د کرېکټ په تاریخ کې ستره لاسته راوړنه ده. له غونډې وړاندې دا وېره هم وه چې کېدای شي افغانستان ته یوازې د ټېسټ درجه ورکړل شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ مشر ښاغلی شکرالله عاطف مشعل او اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزي د افغانستان کرېکټ بورډ رسمي پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه ټول ولس ته د دغې سترې او تاریخي لاسته راوړنې مبارکي وویله.

ښاغلی مشعل همداراز د کرېکټ بورډ له ټولو کارکوونکو، د ماليي وزیر ښاغلی اکلیل حکیمي، د ښار جوړونې وزیر ښاغلی سید سعادت منصور نادری او ښاغلی حکمت کرزي څخه دغې لاسته راوړنې لپاره د هغوی د هلو ځلو مننه وکړه.

د افغانستان کرېکټ بورډ اجرایوي مشر شفیق الله ستانکزی همداراز وویل چې نننۍ غونډه کې د افغانستان کرېکټ بورډ د نړۍ په کچه یو غوره بورډ په توگه وپېژندل شو.