افغانستان له چین سره د نوري فایبر د غځولو موافقه لاسلیک کړه

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر شهزاد اریوبي تیره ورځ  په کابل کې وویل، د افغان او چینايي ټیلکامونو ترمنځ موافقه د مخابراتو د وزارت په استازیتوب په چین کې د افغانستان سفیر جانان موسي زي له چینايي چارواکو سره لاسلیک کړه:

“د نوري فایبر دا کیبل به د واخان له لارې ۴۵۰ کیلو متره په افغانستان او سل کیلومتره په چین کې تېر شي.”

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د سرپرست وزیر په وینا پر دې پروژې به ۵۰ میلیون ډالره لګښت راشي.

ښاغلي اریوبي همدا راز وویل چې د یوې بلې موافقې پر اساس، چې د چین، افغانستان، تاجکستان او قرغزستان ترمنځ لاسلیک شوه، د ورېښمو پر لار به د نوري فایبر د غځولو ژمنه عملي شي.