افغانستان کې د بادي برښنا د توليد لومړی سټېشن پرانيستل شو

د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، هرات کې یې د بادي برښنا د تولید لومړنی سټېشن فعال کړی دی. دغه سټېشن د هرات په صنعتي ښارګوټي کې له ځای پر ځایو شویو دریو ورته سټېشنونو یو دی.

د اوبو او برښنا وزارت ویاند بصیر عظیمي وايي، د دغې پروژې درې نیم میلیونه ډالره لګښت جاپان ورکوي. د دغه ترکیبي سټېشن له لارې د بادي انرژۍ تر څنګ شمسي انرژي هم تر لاسه کېدای شي. چارواکي وايي دغه پروژه به ۲ میګاواټه برېښنا تولیدوي، چې ۳۰۰ کیلو واټه به یې له باده تر لاسه کېږي.