پنجشنبه , 28 مارچ 2024

افغانستان کې د سولې او هوساینې پر وړاندې یو ستر خنډ فساد دی

په کابل کې د ملګرو ملتونو استازولي یا یوناما وایي، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د عملي کېدو په برخه کې د پرمختیا رامنځ ته کول پرله پسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو ویلي، د فساد پر وړاندې مبارزه په ریښتیني ډول د افغانستان لپاره یوه اساسي اړتیا ده.

ملګري ملتونه له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان د پرمختګ هرکلی کوي، خو ټول افغان بنسټونه او د ټولنې هره برخه باید هڅه وکړي، چې په افغانستان کې ریښتینولي، روڼتیا او حساب ورکول پراخ شي.

د راپور له مخې، فساد په دوامدار ډول په افغانستان کې د ژوند په ټولو اړخونو اغیز کړی دی، په حکومتي ادارو یې د خلکو باور له منځه وړی او دغه هیواد ته یې د سولې او هوساینې راوړلو پر وړاندې ستر خنډ پیښ کړی دی.