پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغانستنان بنګله دېش ته په ۱۳۶ منډو ماتې ورکړه

د اسیا کپ سیالیو په بي ګروپ کې بنګله دېش ته په ۱۳۶ منډو ماتې ورکړه.

د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی پخپله بیټنګ یا توپ وهنه وکړي.

افغانستان په ۵۰ اورونو کې په داسې حال کې چې ۷ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۱۵۵ منډې وکړې.

د لوبې په یوه پړاو کې داسې ښکارېده چې ممکن افغان لوبغاړي تر ۱۶۰ زیاتې منډې ونه کړي؛ په تېره بیا هغه مهال چې اصغر په ۸ منډ‌و، سمیع الله شینواری په ۱۸، او محمد نبي په ۱۰ منډو وسوځېدل.

خو ګلبدین نایب او راشد خان د لوبې نتیجه، په تېره بیا د منډو شمېر د افغانستان لپاره یومخ بدل کړ. دوی دواړو په ګډه ۹۹ منډې وکړې.

نایب په ۳۸ توپونو ۴۲ او راشد خان په ۳۲ توپونو ۵۷ منډې وکړې. راشد خان یوه شپږیزه او ۸ څلوریزې ووهلې.

ده په باولینګ یا توپ اچونه کې هم کمال وکړ. راشد خان په ۹ اورونو کې ۲ لوبغاړي وسوځول او د باولینګ په ترڅ کې یې یو لوبغاړی رن اوټ کړ.

پر دې سربېره راشد خان خورا لږ منډې ورکړې. د ده ورکړو منډو اوسط ۱ اعشاریه ۴۴ دی.

مجیب الرحمن ۲ او ګلبدین نایب هم ۲ لوبغاړي وسوځول.

افتاب عالم یو، محمد نبي یو او رحمت شاه هم یو بنګالي لوبغاړی وسوځول.

د بنګله دېش لپاره تر ټولو ښه لوبه شکېب الحسن وکړه. ده په باولینګ کې د افغانستان ۴ لوبغاړي وسوځول او په بیټنګ کې یې په ۵۵ توپونو ۳۲ منډې وکړې.

د بنګله دېش بل هیڅ لوبغاړي دومره منډې نه دي کړي.

خو د لوبې د غوره لوبغاړی پنځه زره ډالري جایزه راشد خان وګټله او د مسابقې د ګټلو په خاطر هم افغانستان ته د ۱۰ زره ډالرو جایزه ورکړل شوه.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله سبا /جمعه/ د اسیا د څلورو غوره لوبډلو د سیالیو په لومړۍ مسابقه کې له پاکستان سره مخامخ شي.

د پاکستان له غښتلې لوبډلې سره به د افغانستان لپاره دا سیالي له دې کبله هم سخته وي چې پاکستان له دوه ورځې استراحته وروسته له افغانستان سره چې تازه یې مسابقه کړې ده، مخامخ کېږي.

همداراز د بنګله دېش ستومانه لوبډله به له هند سره مسابقه کوي.

دا هم ټاکل شوې ده چې افغانستان یو وار بیا د سپټمبر په ۲۳ مه له بنګله دېش او د سپټمبر په ۲۵ مه له هند سره مخامخه شي.