پنجشنبه , 28 مارچ 2024

افغانی ټولنه، هنر، هنرمن او هنر ته اړتیا

لیکوال: پوهاند محمد بشیر دودیال

ستر خوشحال د انساني ژوند د زښته ډیرو نورو اړخونو تر څنګ؛ د هنر په هکله هم غږیدلی، هنر یې ستایلی، دغه فیلسوف یوه عجیبه خبره کړې او ویلي یې و:

“که ماته هنر او طالع دواړه کیښودل شي؛ زه خوشحال به هنر پکې خوښ کړم .”

نو هنر څه دی؟

هنر (Art) د انساني فعالیتونو هغې مجموعې او آثارو ته ویل کیږي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې کولو او د ځانګړې معنا او مفهوم د لېږدولو لپاره ترسره کیږي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی، خو ځینې وخت لکه د کار په شان یوازې د مادي مقصد او مالی ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت معنوی مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي.  په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. خو بیا هم په ځانګړي توګه هغو فعالیتونو ته ویل کیږي چې د هنر بېلابېلې څانګې جوړوي لکه انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، شعر، تیاتر، سینما او نور. هره هستونه هنر نه دی، نه هم هر ایجادی او تخلیقی اثر هنر دی، بلکې هنر او هنری اثر تر ټولو سخت او ستونزمن کار او د ډیرو معیارونو لرونکی دی. پخوا داسې هڅې روانې وې چې هنر په دوو برخو وویشي:

یو؛ ښکلي هنرونه او بل یې ګټور هنرونه.

ښکلي هنرونه د هېڅ موخې او مقصد په چوپړ کې نه دي او پایله یې ارزښت هم لري لکه انځورګري، خو ګټور یا ګټه لرونکی هنر له هنري ارزښت پرته یوه بله موخه هم لري لکه سینګار شوي لوښي. نن ورځ دغه وېشنه له منځه تللی ده. هنر بېلابېل ډولونه لري لکه مخکې مو چې د هنر په تعریف کې ولوستل، هنر په عمل باندې د نظري معرفت تطبیق کول دي، نو د دغه تعریف لابشپړتیا لپاره باید د هنر اهداف هم په دې تعریف ورزیات کړو، نو وبه وایو چې:

هنر په عامه توګه د ښکلي، ګټور او یا هم ښکلي او ګټور محصول د تولید لپاره پر عمل باندې د علم تطبیق کول دي. د ګټې لپاره فعالیت یواځې د انسان هغه کار ته ویل کیږي چې د یو چا شغل او پېشه وي او موخه ورڅخه یواځې ګټه کول وي، خو که له دې ډول کار څخه تېر شو، نو د هنر ځانګړې او محدودې معنا ته ورسیږو چې موخه ورڅخه د ښکلا مجسم کول وي، چې کېدای شي ګټه ولري او یا یې هم ونلري.

هغه هنرونه چې هم ښکلا او هم ګټه ولري او د هنریت تر څنګ د یو شمېر اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم وي نو د هغو محصول تکرار کېدونکی او په هماغه یوه بڼه وي چې دې ته هنري صنعت یا صنعتي هنر وايي، خو هغه چې موخه یې یواځې او یواځې د انسان د ښکلا خوښونې د تندې ماتول وي، نو دې ته ښکلي هنرونه وايي. ښکلي هنرونه د دې له مخې چې آیا د هغو اغېزه د انسان په ذهن باندې د کوم حس له لارې واردیږي، یا په بله وینا آیا دا چې د انسان د ښکلا خوښونې احساس په کومه طریقه پوره کوي، په بېلابېلو ډولونو وېشل کیږي لکه: د پلاستیک هنر، فونتیک، بصري هنر، سمعي هنر او داسې نور. پلاستیک یا بصري هنرونه هغه هنرونه دي چې د انسان په ذهن باندې د هنر اغېزې د باصره حس یا سترګو له لارې واردیږي، نو ځکه له مادي او ثابتو عناصرو څخه جوړ شوي دي چې په لاندې توګه دي:

۱. د معماري هنر یا د ښکلو ودانیو د جوړولو هنر چې د ودانۍ جوړولو یوه څانګه بلل کیږي او د ودانیو د جوړولو، دیکوراسیون، ښکلی کول او سینګار هنر دی.

۲. د حجاري هنر یا له جامدو ماودو څخه د ښکلو شکلونو د جوړولو هنر. دې ته ځکه د حجاري هنر وايي چې زیاتره وختونه دغه ډول شکلونه له تیږې څخه جوړېدل نو ځکه ورته پږ توږل هم وايي.

۳. د انځورګري یا د شیانو د تجسم هنر او د فکر او خیال مجسم کول د خط، رنګ او کرښو په واسطه انځورګري بلل کیږي، خو رنګ پکښې ونه کارول شي او یواځې کرښې وي، نو بیا د رسامۍ پرځای نقاشي ورته ویل کیږي. ښکلی ليک هم د نقاشي یوه څانګه ده.

سمعي یا فونتیک هنرونه هغه دي چې اغېزه یې د غوږ او اورېدو له لارې په ذهن واردیږي نو ځکه یې عناصر مادي او ثابت نه دي، چې په لاندې برخو ویشل کیږي:

۱. موسیقي یا د غږونو په واسطه د ښکلا رامنځته کولو هنر.

۲. ادبیات یا د الفاظو او کلماتو په واسطه د ښکلا رامنځته کول چې دا هم دوه ډولونه لري:

الف) که چېرې د الفاظو په جوړښت د هغو وزن و آهنګ په پام کې ونیول شي، شعر ورته ویل کیږي.

ب) که چېرې الفاظ بې له وزن څخه یو بل سره ترکیب شي نثر ورته ویل کیږي.

د ادبیاتو په هکله ممکن دا سوال پیدا شي چې که چېرې مونږ شعر یا نثر پر کاغذ باندې لیکو او په سترګو یې لولو، نو ولې د فونتیک په هنر کې شمارل کیږي؟

ځواب دا دی چې په حقیقت کې شعر او نثر دواړه د اورېدو لپاره دی او هغه فعالیت چې د کلماتو په غوره کولو او د موزونو او ښکلو جملاتو په جوړولو کې په کار ځي، د دې لپاره دی چې غوږونو باندې ښې ولګیږي. په دې دلیل چې مونږ شعر یا نثر په سترګو سره لولو، نو هغه کلمات او جملات چې زمونږ تر سترګو کیږي، په ژبه یې راولو، نو هغه کسان چې هغه اوري ورڅخه خوند اخلي او هم مونږ ورځنې خوند اخلو.

هنر له بشر ي ژوند سره تل مل و  او وي به. بې هنره ژوند نشی کیدای. هیڅ ایدیالوژی، دین، مذهب او نظام هنر ندی رد کړی، صرف شاید د هنر ځینی شکلونه د ځینو له خوا د منلووړ نه وي. که له تاریخي پلوه هنر ته وکتل شي، نو د لومړني انسان د هنر په هکله به بې شمېره پوښتنو سره مخامخ شو. د هغې نړۍ ګونګتیا او نه پېژندل چې ابتدايي انسان هغې کې ژوند کاو، پخپله لویه ستونزه ده چې د دغه ډول څېړنو په لاره کې شته. د تاریخ په اوږدو کې د یوه واقعیت په توګه هنر او د هغه په هکله نظریات له یو نسل څخه بل ته ولېږدول شول چې د حقایقو د پېژندنې د یوې وسیلې په توګه ورڅخه کار اخیستلای شو. سره له دې چې د هنر مفهوم زیاتره د یوه هنري اثر د ایجادولو لپاره په کار ځي، خو د دغې اصطلاح یعنې د هنر د کلمې د تاریخي نظریاتو راجوړېدل او رامنځته کېدل د بشریت د ژوند له لومړیو ورځو څخه راپیل کیږي. په دې برخه کې ډېرو پوهانو نظرات ورکړي دي، خو بیا هم موضوع دومره پېچلې ده چې هره نوې څېړنه یوه بله نوې نظریه ځانه سره لري او دې برخه کې نورې نوې پوښتنې را پیدا کيږي. د بېلګې په توګه:

آیا هنر له وخت څخه راپیدا شو؟

لومړی ځل چا هنر باندې لاس پورې کړ؟

د لومړني انسان په ذهن کې د هنر د ایجادولو انګېزه څه وه؟ او داسې نورې پوښتنې.

لرغونپوهانو یو شمېر سمڅې موندلي دي او د هغو له لوګیو ډکو تیږو او ایرو په لیدلو سره پوه شول چې لومړنیو انسانانو اور پېژاند او هغه څخه یې کار اخیست او داسې سمڅې یې هم وموندلې چې د هغه له طبیعې مصئونیت څخه یې ګټه اخیسته او د دغو سمڅو پرمخ هغه هډوکي او نور شیان موندل شوي دي چې هغه وخت انسانانو استعمالول. د بېلګې په توګه د فرانسې په جنوب کې د لاسکو او د اسپانیا په شمال کې د التامیر په یو شمېر سمڅو کې داسې نقاشۍ او انځورونه ښکاري چې زرګونه کاله وړاندې کښل شويدي. معمولاً په دغو سمڅو کې د څارویو انځورونه لیدل کيږي. له دې کبله چې دغه ډول سمڅې په هر ځای کې د انسان په واک کې نه وي، نو په نورو ځایو کې به د غټو تیږو سیوری او اړخونو کې ژوند کاو او د لویو تیږو خواته به یې ځانونه پناه کول. هغه وګړي چې په ځنګلونو کې اوسېدل، د باران پرمهال به د غټو ونو د ډډ خواته یا د غټو ونو د ډډ سیورو کې پټېدل یا به یې د ونو ښاخونو کې ځالې جوړولې. یو شمېر پوهان وايي چې د بېلابېلو هنرونو ريښه سحر او جادو ده چې ځانګړو قالبونو او لارو چارو باندې ښودل کيږي. کاسمیو په دې باوري دی چې د لرغوني وختونو د تیږې د دورې په هنر کې د څارویو د انځورونو څخه واقع بیني ښکاري او همدا د انساني فرهنګ لومړنیو شېبو پورې اړه لري چې د هنر پېژندونکو د حیرانتیا او شاباسي وړ ګرځېدلی او دا حقیقت ورڅخه ښکاري چې لومړني انسانان د څارویو د څېرو بېلابېل ډولونه پېژندل او د هغو بېلابېلو بڼو ته ځير و او همدا مشاهدات د لومړنیو انسانانو د ذهن عرفاني والی ردوي.

انسان د طبیعت د عناصرو په بدلولو سره، هغه خپل واک لاندې راولي، دلته د هنر موخه د طبیعي عناصرو د بڼې بدلول دی دا ځکه چې انسان له هماغه پيل څخه د طبیعت ترلاسه کول او د طبیعي پېښو په خپل واک کې د راوستلو په لټه کې و او غوښتل یې چې د هنر له لارې د شیانو بڼې ته بدلون ورکړي. دغې موخې ته د رسېدو په خاطر انسان دا توانايي ومونده چې د هنر ډګر ته ګام کېږدي او له ځان څخه هنر څرګند کړي. داسې دلایل شته چې د هغو له مخې انسان مجبور شو چې د هنر ډګر ته ورشي. داسې ښکاري چې لاندنیو دلایلو په انسان کې د هنري آثارو د رامنځته کولو لپاره انګېزه ورکړې:

لومړی) د ژوندي پاتې کېدو لپاره مبارزه.

دویم ) پر طبیعت باندې غلبه یا د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د طبیعت رام کول چې ځينې وختونه د هنر د تاریخ د مطالعې په ترڅ کې د جادويي عواملو په توګه تر بحث لاندې نیول شوي دي.

دریم) نفساني او د انسان د خودخواهي غریزه چې دغه غریزه د انسان خلاقانه قدرت استعداد او توانايي سره اړیکه لري او د بشریت د کار او فعالیت لار یې هواره کړه.

څلورم) انسان تل د هنري ایجاداتو د رامنځته کولو په لټه کې و، تر څو د خپلو ټولنیزو اړتیاوو د پوره کولو لپاره یو ګام اوچت کړي.

له تاریخ څخه د مخکې دورې هنر د انسان له رښتیاني ژوند څخه سرچينه لرله او د هغو نیمګړتیاوو د پوره کولو یوه وسیله وه چې انسان خپل ډله ییز ژوند کې ورسره مخامخ و. د دغې دورې د هنر ایجادول د انسان د فعالیت یوه برخه او د دوی د لومړني ژوند یوه پایله وه چې له طبیعي ناوړه پېښو سره په مقابله کې رامنځته شو او لکه د نورو اسبابونو په شان پر طبیعت باندې د غلبې یوه وسیله وه او حیاتي ارزښت یې درلود. لومړنی انسان هنر ته صرف د یوې بوختیا او ځان غولونې په سترګه نه کتل. بلکې د خپلو هیلو د پوره کولو لپاره یې یوه وسیله وه. د څارویو انځورول، په هغو باندې د دوی د واک موندلو یوه وسیله وه. د لومړني انسان په فکر د یوه شي انځورول په هغه باندې د ده واکمن کېدل ښيي. په دې توګه د (ایدیا) یا خیال او واقعیت ترمنځ نژدې روابط جوړ شول. لومړني انسان مجسمه جوړول او انځور کښل په طبیعت باندې واکمن کېدل ګڼل، نو ځکه هنر د انسان همزولی دی چې تل په ټولنیز ژوند کې موجود و او اوس ځینې وخت د معیشت یوه وسیله ده.

نامتو ارواپوهانو او ټولنپیژندونکو چې د انسان روح  او ذهن مطالعه کړی دی ی، وایی چې هرهغه څوک چې په شعر ، طنز یا لنډه کیسه ونه پوهیږی، هنری اثر درک او تحلیل نشی کړای، یو هنری اثر لکه نقاشی، میناتوری یا بل اثر ورباندې اغیز ونه کړی، نو دغه ډول وکړی باید ژور ټکان وخوری او په خپل انسانیت شکمن شي، هغه باید په خپله نیمګړتیا اعتراف وکړی.

هنر پیژندونکی او هنرمن انسانان ډیر لطیف احساسات او عواطف لري. هنرمندان بشردوست، سوله خوښي، عادل او نیاومن، مهربان او مشفق، بې تعصبه او بی تبعضه، خیرغوښتونکی او بشرپال وي.

هنرمن هغه څوک دی چې لطیف احساسات، دښکلا پیژندنې او ښکلاخوښونې ضمیر او د ښکلی هنر د تخلیق او ایجاد توان، ظرافت  او مهارت ولري. دوی ډیر ارام، متفکر، دانرژی لرونکي، نوښتګر او پلټونکی خلک وی. کله چې موږ د حمید مومند، حافظ،خوشحال، بیدل یا مولانا اشعار لولو یا یې اورو بی اختیار دهغو تر اغیز لاندې راځو، کله چې یو څوک د مکیلانژ یا پیکاسو اثر وینی، کله چې د بتهوون سمفونی اورو او موزارت  ته غوږشو، کله چې د تاج محل ابهت ته هک پک شو، کله چې د مصر اهرام ته ګوته په غاښ دریږو، کله چې دیوې افغانی غالۍ انځورونو ته په حیرت سره ګورو… دا ټول د هنری اثر هغه اغیز ده چې پر هنر پیژندونکی، یعنی بشپړ انسان پریوځي.

ستونزه دا ده چې هنر پیژندنه او هنر خوښوونه او په تیره بیا دهنری اثر پنځونه روزنې او ځانګړي چاپیریال ته  اړتیا لري. غبی ذهن، له تاوتریخوالي ډک محیط، تعصب، نامتعادل روحي حالت او دې ته ورته محیطی او فردی ستونزې د هنر، هنرپیژندنې او هنرخوښونې خنډونه او مانع دي. هنر روح ته تعالي وربښي.

له بده مرغه د افغاني ټولنې یوه  لویه بدمرغي همدا وه چې جګړو؛ تاو-تریخوالی، شقاوت، بغض، ناسازګاری، تعصبات دومره پراخه او ژور کړل چې هنر او هنرخوښونې ته مجال پاتې نه دی. له همدې امله اعتراف کوو چې تر فزیکی معیوبیتونو او ناروغیو څخه مو روحی ناروغی لازیاتې دي. تقریباً  له هرو پنځو تنو څخه څلور یې روحی ناروغان دي( هغه حقیقت چې منل یې ډیر ګران دي). موږ خپل ډیر هنری آثار له لاسه ورکړل، دهنرمندانو د کار مخه موونیوله، استعداونه مو ووژل، هنری آثار مو لوټ اوبهر ته قاچاق کړل، هنری عاطفی او احساس ته مو سپکاوی وکړ، … نور بس دي.  د تاو- تریخوالی د له منځه وړلو، د انسانی جوهر دصیقل، دعواطفو او ترحم د غځونو، پرجګړه باندې د بري او د یوې نیاومنې ټولنې د جوړولو لپاره، بیرته د هنری ارزښتونو ژوندي کولو او پاللو ته اړ یاستو.

د افرادو دا  ابنارملتی، د ټولې ټولنې  ابنارملتی تعبیر کیدای شی، هغه ستونزه چې لا اوس هم ورته نه یاستو ځیر او بابیزه یې ګڼو. افغانان هنرمن او هنردوست خلک وو،  د دوی لنډۍ، فوکلور او شفاهی ادب، دجوماتونو جوړې شوې منارې، دسترو تاریخی کلاوو پخڅې اوبرجونه، ښکلی خط، د دوی د څادر خامکونه او چکن شوي دسمالونه، د پیغلو د سینګار طرز، ساندې وهل او وزلوبه، د کار پرابزارود انځورونو توږل، ښکلی اوبدل شوی لمڅي او پوزي، مرۍ لرونکی خولۍ، څونډي او پاولي، د آس په توسیری انځور شوی کرښې، د اوښانو په غاړو کې څونډي، د اټن مستانه ډول، رباب، نښه ویشتل، دتنور او نغری په غاړو او ژیو دښیښو او غمیو ایښودل، پر حټینو کندوانو دګلانو انځورکښل او زرګونه نور مثالونه  د دوی د هنرخوښونې، هنریت، او هنرمندانه ذوق او شوق ښودنه کوي، هغه څه چې تر اوسه یې موږ ارزښت نه دی څیړلی. پریږده چې دا خبره په زغرده وکم چي: زموږ هنر د نورو ټولنو ترهنرونو هیڅ کم نه و، خو   لا بډای و.  بویه چې خپل دغه معنوی او مادي لوی ګنج بیا را ژوندی کړو، وده ورکړو، روزنه یې پراخه او وهڅوو  او هغه وساتو.