پنجشنبه , 25 اپریل 2024

افغان حکومت دامریکا د نوې ستراتیژۍ هرکلی وکړ

د افغانستان جمهوري ریاست د امریکا له نوې ستراتیژۍ هرکلی کوي او وايي چې دا ستراتیژې د ټولې سیمې په ګټه ده.

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه ‌حسین مرتضوي نن په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د امریکا نوې ستراتیژي د سیمې هېوادونه اړ باسي ترڅو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مسؤلانه عمل وکړي.

مرتضوي زیاتوي،په مجموعي ډول هغه څه چې د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې اعلان شوې د ټولې سیمې په ګټه ده او له ټولو مهمه دا ده چې د سیمې هېوادونه اړ باسي ترڅو له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې مسؤلانه عمل وکړي.”

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بالاخره تېره شپه د افغانستان او سیمې لپاره خپله نوې ستراتېژي اعلان کړه.

ولسمشر ټرمپ افغانستان ته د نورو ځواکونو د لېږلو یا د ځواکونو د ایستلو یادونه ونه‌ کړه، خو پر پاکستان ‌یې بیا بیا غږ وکړ چې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې همکاري وکړي.