چهارشنبه , 24 اپریل 2024

افغان لوبډله متحده عربي اماراتو ته لاړه

ملي لوبډله د راتلونکو سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د ملي لوبډلې هغه لوبغاړي چې د بنګله دېش پر وړاندې په یوازېنۍ ټېسټ سیالۍ کې لوبېږي، د متحده عربي اماراتو پر لوري وخوځېده چې د یاد هېواد په ابودبۍ کې به د روانې اګست میاشتې له ۲۲ نېټې تر ۲۹مې نېټې پورې تمرینات وکړي او په ۳۰مه به بنګله دېش ته ولاړه شي.

د افغانستان د اوبنګله دېش ترمنځ یواځینۍ ډیسټ لوبه د راتلونکې سپتمبر میاشتې په پنځمه نېټه پېلیږي او له هغه وروته به په ۱۴ نېټه درې اړخیز سیریز هم پېل شي.