چهارشنبه , 24 اپریل 2024

افغان لوبډلې ایرلینډ ته ستره ماتې ورکړه

افغان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې ایرلینډ لوبډلې په ۱۲۶ منډو ستره ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې افغان لوبډلې ایرلینډ ته د ۳۰۶ منډو ستر هدف ورکړ.

توپ وهنه کې شهزاد محمدي ۱۰۱، رحمت شاه ۶۲، نجیب الله ځدران ۶۰ او هشمت الله شهیدي ۴۷ منډې وکړې.

مقابل کې یې د ګلبدین نایب د ښې توپ اچونې له امله ایرلینډ لوبډله په ۱۷۹ منډو اوټ شوه.

ګلبدین نایب په دې لوبه کې شپږ ویکټې واخېستې.

خبریال: نصرت الله عمرزی