د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ټینګار کوی چې پولیس به د ټاپي پروژې د امنیت لپاره ټولې هڅې په کار واچوي چې ټاکل شوې په څو اونیو کې یې کارونه په رسمي ډول هرات ولایت کې پېل شي.
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک ډاډ ور کړ چې ملي پولیس د ټاپي سترې اقتصادي پروژې د امنیت لپاره بشپړ چمتو والی لري.
نوموړي په ورته وخت کې د خبرو پر مهال د کابل د امنیتي پلان په اړه هم معلومات ور کړل.
برمک په دغه وزارت کې د ریفورم او نویو اصلاحاتو په اړه وویل چې په ټول کابل ښار کې یې د خلکو لپاره د شکایتونو صندوقونه ایښودي چې د تخلف په صورت کې به پولیس له دندو ګوښه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کیږي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر غني هم د شنبې په ورځ د اصلاحاتو په برخه کې د کورنیو چارو وزیر وروستي هڅې وستاېلې.
جمشیدملکزی