افغان ځواکونو ته نږدې ۵۰۰ عرادې زغره وال ګاډي سپارل شوي دي

د ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د ناټو غړو هېوادونو په تېره د امریکا مرستې له افغان ځواکونو سره روانې دي او د همدې مرستو په لړ کې امریکا تېره اونۍ افغان پوځ ته ۴۹۵ زغره وال ګاډي سپارلي دي.

د خبرپاڼې له مخې دغه ګاډي په ۲۰۱ سیلاب، ۲۰۳ تندر، ۲۰۵ اتل و ۲۰۹ شاهین قول اردوګانو باندې ويشل شوي دي. د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وايي چې د افغان ځواکونو د تجهیز لړۍ روانه ده او د ناټو غړو هېوادونو د افغان پوځ د تجهیز او پیاوړتیا ګڼې نورې ژمنې هم کړې دي. دده په وینا د نړیوالو متحدو هېوادونو په ورته مرستو سره به افغان پوځ پیاوړی شي او د ترهګرو په ځپلو کې به لاسته راوړنې ولري.