د غزنې د امنیه قومندانۍ چارواکې وايي ، افغان ځواکونو د ملا ادریس نومې یو تن چې د ننګرهار ولایت له چپرهار ولسوالۍ څخه غزني ولایت ته داعش لیکو ته د ځوانانو د جلب او جذب په هدف راغلی و نیولی دی.
د دوی په وینا نیول شوې په خپل جرم اعتراف هم کړی،او ویلي یې دي چې په بیلابیلو ولایتونو کې یې ځوانان د داعش ډلې ته جلب کړي.
داعش وسلوالې ډلې لا تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
خبریال صفت الله محبت