د ایمرجینګ جام په سیالیو کې نن افغانستان او مالیزیا لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د بنګله دېش په محمد عزیز لوبغالي کې ترسره کړه، چي افغان لوبډلي د ۱۵۵ منډو په توپیر مالیزیا ته ماتي ورکړه.
د لوبې پچه افغان الف لوبډلې وګټله او خپله یې د توپوهنې پریکړه وکړه، چې د ټولو اوورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۲۸۴ منډې جوړې کړې، چي تر ټولو زیاتې منډې احسان الله جنت ۱۰۸ او منیر احمد کاکړ ۹۰ وکړې.
د مالیزیا لوبډلي په ۴۵،۵ اورنو په لوبولو سره د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځولو سره یوازي ۱۲۹ منډي وکړي او لوبه یې د ۱۵۵ منډو په توپیر وبایلله.
د افغان الف لوبډلي بالرانو له خوا ګلبدین نایب، نوین الحق، شراف الدین اشرف او افتاب عالم دوه لوبغاړي او ضیا الرحمن یو لوبغاړی وسوځوی.
افغانستان به خپله دویمه لوبه سبا د سریلانکا سره ترسره کړي.