افغان کرکټ ملي لوبډله دنړیوالې شورا دغړي په توګه لومړې لوبه له زیمبابوې سره کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به د کرکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړي په توګه لومړنۍ مسابقه له زیمبابوې سره په شارجه کې وکړي.

افغانستان او ایرلنډ په جون میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ.

د افغانستان او زیمبابوې ټېسټ لوبه به پنځه ورځنۍ وي.

دا به د افغانستان لپاره لومړنۍ پنځه ورځنۍ مسابقه وي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له ډېرو کلونو راهیسې د شارجې په نړیوال سټیډیوم کې مسابقې کوي، ځکه چې افغانستان لا هم په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالی نه لري.