اقتصادي وده او نړیوال باور

لیکنه :زین الدین جمال

په دې اخېـرو درې کلونو کې په نړیواله سطحه د سیاسي،  اقتصادي او دیپلواتیکو اړیکو په ډګرکې د  ملي یووالي حکومت پرله پسې بریاوو زموږ د هېواد اعتبار او پرستېج نور هم لوړ کړ.

د ملي یووالي حکومت وتوانېده چې د خپلو سیاسي رقیبانو د اټکلونو او باورونو برخلاف ، د خپل نظام او خپلو پلانونو په اړه نړیوال ملاتـړ تر لاسه کړي او په بهرنۍ پالیسي کې مثبت تغيـر راولي.

د روان سیاسي او اقتصادي بهيـر نړیوال ملاتړ ، د دې ښکارندویي کوي چې افغانان او حکومت یې په سمه لار روان دي.

د افغانستان د اقتصدي ودې په اړه ، د پیسو نړیوال صندوق IMF څه موده وړاندې په خپل راپورکې د افغانستان اقتصادي وده په  ۲۰۱۵ م کال کې  دوه اعشاریه څلور ، په ۲۰۱۷م کې کال دوه اعشاریه پنځه  او په ۲۰۱۸ م  کال کې (۳ ) ښودلې ده.

دا هغه څه دي چې درې کاله وړاندې یې موږ تصور هم نشوای کولای .

که موږ په ۲۰۱۴ م کال کې د افغانستان په اړه هغو خارجي او داخلي تبلیغاتو او تشویشونو ته وګورو چې هرڅه یې برباد ګڼل او د سیاسي ګډوډي ، اقتصادي بحران او رکود خبرې یې کولې او بیا اوسني سیاسي ، اقتصادي او ټولنیز استحکام ته وګورو نو د ۲۰۱۴ م کال تشویشونه او وړاندوینې بلکل په اوبولاهو شوې .

هغه وخت د ګوتو په شمېـر اشخاصو او بهـرنیو رسنیو داسې پوچ تبلغات کول چې ، افغانستان به په ۲۰۱۴ مېلادي کال کې چې بهـرني پوځونه له دې هېـواد څخه وځي ، محوه شي خو افغانستان محوه نشو . لــږ وروسته بیا ځینو پردي پالو کړیو خولې خلاصې کړې چې دا نوی حکومت به یو کلن هم نشي او سقوط به وکړي خو خبره داسې نشوه ، نظام ورځ تر بلې قوي کېـږي ، خلک په خپل لاس د جوړ کړي نظام په ملاتړ غونډې جوړوي .

بهرنۍ نړي یو ځل بیا خپلې ژمنې له افغانستان سره نوې کوي ، ملي امنیتي ځواکونو ته پرمختـللي وسلې او جنګي الوتکې سپارل کېـږي چې پخوا دا کار نه کېده . هره ورځ د دې خاورې بچیان د مـسلکي زده کړو لپاره نورو هېوادو ته لېـږل کېـږي ، د نړۍ لویې اقتصادي پروژې د افغانستان په شمولیت ځان ډاډه حسابوي او قـراردادونه لاسلیک کوي خو یو څوتنه بیا دلته د نظام د سقوط او لویې جرګې د رابللو فرماشونه ورکوي ، ترڅو دوی یو ځل بیا د دې هېواد په سرنویشت لوبي وکړي .

دا دومره لاس ته راوړنې پخپله نه دي راغلې ، د دې ټولو پرمختګونوتر شا د ښاغلي ولسمشر او د هغه د کاري ټیم د معقولو هڅو ، پرګرامونواو ښه مدیریت لوی لاس او د دې ملت قرباني او ملاتړ شامل و .

موږ په دې ډګــر کې نه تنها چې سقوط ونکـړ بلکې نړیوالي اړیکې ، سیاسي اعتبار او اقتصادي رابطې مو تر پخوا هم قوي او د حساب وړ شوې .

ازبکستان ته د افغان ولسمشر ډاکټـرمحمد اشرف غني وروستي سفر او له ازبکستان سره په بیلابېلو برخو کې د کابو پنځه سوه میلینو ډالرو په ارزښت سوداګریز او د نورو قراردادونو لاسلیک دا وښوده چې موږ نور نو ټولې نړې ته اهمیت لرو او ولسونو غواړې له افغانانو سره اقتصادي ، سوداګریزي  او ټولنیزې اړیکې ولري .

اوس زموږ تازه او وچې مېوې پرته د چا له احسانه د هندوستان او نورو ملکونو بازارونو ته په اسانۍ سره رسېـږې او زموږ ملي تجاران د پاکستان له نخرو څخه خلاص شول .

په داسې حال کې چې په هېواد کې مو له څلوېښتو کلونو راهیسې کرغېـړنه جګړه روانه ده ، ملت او دولت مو پرلپسې تاوانونه ګالي ، زموږ د ځبلي اقتصاد لویه برخه په نظامي برخه کې په مصرف رسېـږي .

د دې په ځای چې په اقتصادي زېـرمو ، مو کار وکړو ، له کانونو مو منظم استخراج پیل شي ، د اوبو بندونه او زراعت مو ورغوو ، لګیایوو د خپلو ملي امنیتي ځواکونو تودو سنګرونو ته مرمۍ او نظامي تجهزات رسوو.  په داسې حال کې څوک د ګټي او اقتصادي ودې خبره کولی شي .

موږ د مخ پروړاندې تګ تکل کړی دی او په دې برخه کې د خپل دولت د سیاسي او اقتصادي  پروګرامونو ترشا ولاړ یوو. یوه ورځ به موږ پر خپل ځان متکي ملت یوو .