امرالله صالح وايي په ښارونو کې ډیری ځانمرګی بریدونه وسله وال طالبان تر سره کوي

د ملي امنیت پخوانی رییس او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د کابل پروني برید ته په اشارې سره ویلي چې دا ډول بریدونه داعش په نوم وسله وال طالبان تر سره کوي.

نوموړي پخپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې ډېری ځانمرګي بریدونه په تقلبي ډول د داعش پر غاړه اچول کیږي، چې په حقیقت کې د حقاني شبکې لخوا د پیسو په بدل کې تر سره کیږي.

امرالله صالح ویلي چې دا بریدونه د حقاني شبکې هغو هستو لخوا تر سره کیږي چې د سیمې استخباراتي شبکو لخوا ورته زیات امکانات او پیسې ور کول کیږي.

د نوموړي په خبره په دا ډول بریدونو کې د حقاني شبکې،د پاکستان استبخاراتي ادارې آی ایس آی او داعش تر منځ موجوده وي.

دی وايي امنیتي ځواکونو لخوا ډیری نیول شوو داعش وسله والو اعتراف کړی چې یو ډول وسله والو طالبانو سره یې تړاو درلود.

د یکشنبې په ورځ د کابل په شپږمه حوزې اړوند د پېژندپاڼو د وېش په یو مرکز کې د ځانمرګي برید له امله شاو خوا شپیته کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول چې مسئولېت یې هم داعش ډلې په غاړه واخیست.

جمشید ملکزی