امريكا، هند ته د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د سپارلو لپاره چمتووالى وښود

راپورونه وايي، امريکا د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هند ته د پرمختللو بې پيلوټه الوتکو د سپارلو لپاره چمتووالى نيولى دى.

د راپورونو له مخې، د امريکا له خوا هند ته د اېف شپاړس جنګي الوتکو تر ورکړې وروسته اوس ټاکل شوې واشنګټن ته د هند د لومړي وزير نرېندرا مودي د سفر په مهال د بې پيلوټه الوتکو د سپارلو هوکړه هم وشي.

هندي چارواکو ويلي، چې د دغه هېواد لومړى وزير به د دوشنبې په ورځ په رسمي سفر امريکا ته لاړ شي.

د هند ټايمز اف انډيا ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې ليکلي، چې د بې پيلوټه الوتکو تر سپارلو وروسته به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي او اقتصادي اړيکې نورې هم پياوړې شي.