امريکا د ايران سپاه پاسداران په تور لېست کې شامل کړل

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دايران هغه انقلابي ځواک سپاه پاسداران د افغان طالبانو په ګډون د ترهګرو ډلو پر مرستې او ملاتړ تورن کړل.

د امريکا ولسمشر تیره ورځ په واشنګټن کې د ايران په اړه خپله تګلاره اعلان کړه او له دغه هېواد سره يې د اټومي وسلې تړون هم تاييد نه کړ.

هغه دغه راز پر ايران د نوو بندېزونو د اعلان تر څنګ وويل، غواړي چې د ايران د جګړه ييز رژیم کړنو ته ځواب و وايي او هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې ايران اټومي وسلې ترلاسه کړي.

ولسمشر ټرمپ وويل چې له خپلو متحدينو سره به يو ځاى له نږدې څخه د ايران اټومي فعاليتونه څاري او د هر ډول سرغړونې په صورت کې به امريکا له دغه تړون څخه ځان وباسي.

د امريکا په نوو بندیزونو کې د ايران پر سپاه پاسداران باندې هم سخت بنديزونه شامل دي.

د هغه په وينا، له خپلو متحدينو سره به پر دې کار وکړي چې د ايران د هغو کړنو مخه ونيول شي چې په سيمه کې د ترهګرو د ملاتړ لپاره يې کوي.

ټرمپ زياته کړه: ((موږ به د ايران د رژيم د ميزايلو او وسلو د پراخولو پر وړاندې چې ګاونډيان، نړیوال تجارت او د بېړيو چلولو ازادي ګواښي، اقدام وکړو.))

نوموړى وايي، ايران په نړۍ کې د ترهګرۍ د ملاتړو دولتونو مخکښ دی، القاعده، طالبانو، حزب الله، حماس او نورو ترهګريزو شبکو سره مرستې کوي.

د امريکا ولسمشر دغه راز ويلي چې د ايران سپاه پاسداران په افغانستان کې له القاعدې او طالبانو سره مرسته کړې او د سلګونو امريکايي سرتېرو په وژلو کې لاس لري.

بلخوا د ايران ولسمشر حسن روحاني د امريکا د ولسمشر څرګندونې وغندلې او ويلي یې دي چې اټومي تړون په نړيواله کچه منل شوې موافقه ده.

خو سعودي عربستان د ايران په اړه د امريکا د ولسمشر د وينا او تګلارې هرکلى کړى دى.

بلخوا د امريکا د ماليې وزارت د ترهګرو د ملاتړ په تور د ايران د سپاه پاسداران ځانګړى ځواک په تور لېست کې شامل کړى دى.

د ياد وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه ځواک د نورو ترهګرو ډلو تر څنګ د القاعدې او طالبانو ملاتړ هم کړى دى.