پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکا:پاکستان ته یوبل خبرداری ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پر اسلام اباد د فشار زیاتولو لپاره د پاکستان له حکومت وغوښتل چې د طالبانو ضد مبارزه کې سختي وښيي او که داسې نه کوي ښايي د واشنګټن ملاتړ له لاسه ور کړي.

دا په داسې مهال ده چې پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دوشنبې ورځې د څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې دا هېواد د طالبانو پټنځی نه دی.

خو رېکس ټېلرسن د ډونلډ ټرمپ له خبرو یوه ورځ وروسته د افغان ستراتیژۍ په شاربلو کې په ټینګار سره پر پاکستان نیوکې وکړې.

“پاکستان ځانګړی مهم رول لوبولی شي، په تېره د سولې مېز ته د طالبانو کېنولو کې. پاکستان هم له ترهګرۍ زیانمن شوی، د پاکستان خلک له ترهګرۍ سخت زیانمن شوي دي. موږ له پاکستان سره مرستې ته چمتو یو، چې په خپله خاوره کې له ترهګرو ډلو سره مقابله وکړي، خو اول باید خپل چلند بدل کړي”.

امریکا او پاکستان دوه ستراتیژیک ملګري بلل کېږي، خو ښاغلي ټېلرسن د سې شنبې ورځې څرګندونو کې هند په دې وستایه چې افغانستان کې د وضعیت ښه والي سره مرسته کوي.

ډونلډ ټرمپ هم د افغان ستراتیژي په بیانلو کې د هند د مرستو یادونه وکړه او ترې ویې غوښتل چې خپل رول نور هم زیات کړي.

د امریکايي چارواکو دا څرګندونې له نوي ډېلي سره د واشنګټن د اړیکو زیاتولو په برخه کې د پاکستان د ګواښلو په مانا دي، ځکه اسلام اباد یې خپل اصلي سیال بولي او له رامنځ ته کېدلو راهیسې یې اړیکي ور سره له تاوتریخوالي ډک دي.

له دې سره سره په تېرو څو لسیزو کې پاکستان او امریکا د دوو اصلي ملګرو په څېر تل ښه سیاسي او نظامي اړیکي لري او اسلام اباد سره له دې چې د ناټو تړون غړی نه دی هر کال له امریکا سل میلیون ډالر مالي مرسته ترلاسه کوي.

خو اوس د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کوي چې افغانستان کې د “بریالیتوب” لپاره واشنګټن د اسلام اباد مرستې ته اړتیا لري او که همکاري نه کوي ممکن امریکا له پاکستان سره پر اړیکو بیا کتنه وکړي.

په ورته مهال افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړې لپاره د امریکا د نوې ستراتیژي هرکلی کوي او له پاکستان غواړي چې له کابل او واشنګټن سره ودرېږي.

خو پاکستان د تل په څېر دا خبره رد کړه چې القاعده او طالب مشرانو ته یې پنا ور کړې ده.

د ډونلډ ټرمپ وینا ته په غبرګون کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې د امریکا حکومت د پاکستان د حکومت او ولس قرباني هېره کړې ده.

دغه وزارت د بیانیې په خپرولو سره زیاته کړه چې پاکستان هیچا ته هم اجازه نه ور کوي چې خاوره یې د بل پرضد وکاروي.

د پاکستان د کابینې غونډه کې د سې شنبې په ورځ پرېکړه شوې چې د اګسټ پر ۲۴ملي امنیت شورا ناسته جوړه او د ډونلډ ټرمپ پر پالیسۍ له غور وروسته خپل ټولیز دریځ څرګند کړي.

وسلوال طالبان هم د ډونلډ ټرمپ نوې ستراتیژي ته په غبرګون کې وايي، چې افغانستان به د امریکايي پوځیان په هدیره بدل شي.