پنجشنبه , 25 اپریل 2024

امریکایي سرتیري له سوریې څخه عراق ته اوښتې دي

هغه امریکایي سرتیري چې د سوریې په شمال کې پاتې و، نن دوشنبه له دې هېواد څخه د عراق شمال ته پروت (ضُحک) ښار ته اوښتي دي.

د رویټرز خبري آژانس په حواله، له سوریې څخه تر سلو زیات په وسلو سنبال پوځي ټانګونه او نقلیه وسایط عراق ته اوښتو په حال کې د دې آژانس د کامره مېن له خوا لیدل شوي دي.

دغه آژانس کاږي، د عراق اړوند یوې کردستانۍ امنیتي سرچینې هم رویټرز ته ویلي ، چې ددې هېواد اړوند کردستان سیمې ته هم له سوریې څخه یو شمېر امریکایي سرتیری ور اوښتي دي.

په همدې حال کې، له سوریې څخه هم ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي دي، چې ۳۰ ټېلري موټرې ددې هېواد له موصل ښار څخه د عراق شمالي برخې ته په پوځي وسلو سنبال له یو شمېر امریکایي سرتېرو سره ور اوښتي دي.